مقررات چې پابندي یې باید وشي

پناهندګانو باندې لازمه ده چې د استوګنې د مرکز د مقرراتو احترام وکړي. 

کله چې تاسو د استوګنې مرکز ته ورسېږئ نو د عملې یو غړی توضیح درکوي چې دغه ځای څنګه فعالیت کوي او د کومو مقرراتو باید پابندي وکړئ. هغوی به یو سند درکړي چې په هغې کې به ټول قوانین لیکلي وي: د کور قوانین. دغه سند په ډېرو ژبو کې موجود دی. دغه سند ډېر ګټور دی او مهمه ده چې تاسو پرې په بشپړه توګه پويي شئ.

دغه مقررات د ځای پاک او مرتب ساتل ممکن کوي. دغه قوانین د اوسېدونکو امنیت هم ممکن کوي، او په هغو خلکو کنټرول لري چې ودانۍ ته ننوځي یا ترې ځي.

شکایتونه

د کور قوانین دا خبره هم واضحه کوي چې که تاسو د استوګنې مرکز کې د ژوند کولو د شرایطو سره موافقه نه کوئ، نو تاسو د استوګنې د مرکز د شکایتونو د مسوول شخص ته یو شکایت ورکولی شئ.

ستاسو د استوګنې ځای لخوا د ځواب څخه راضي نه یاست؟ تاسو کولۍ شئ د فیدازیل و منطقوې ریس ته د info@fedasil.be له لارې شکایت واستوئ.

د فیدازیل د ځواب څخه راضی نه یاست؟ تاسو کولی شئ د شکایاتو فدرالي څیړونکې سره د www.federaalombudsman.be له لارې شکایت درج کړئ.

مجازات

که تاسو د مقرراتو پابندي ونکړئ، نو د استوګنې د مرکز رییس ښايي تاسو ته مجازاتدرکړي. که تاسو ته د درکړل شوي مجازات سره موافقه نه کوئ، نو تاسو د هغې پرېکړې خلاف درخواست ورکولی شئ.

مجازات او په خلاف یې درخواستونه د کور په قوانینو کې توضیح شوي دي. ستاسو ټولنیز کارمند هم دغه مقررات درته توضیح کولی شي.