د استوګنې مرکزونو لپاره د کور قوانین

د استوګنې مرکز ته ښه راغلاست!

د استوګنې په قوانینو کې مونږ ستاسو حقوق , مسئولیتونه او هغه قوانین چې باید درناوي یی وشي تشریح کوو. ډیره اړینه ده چې په دغو قوانینو په سمه توګه پوهه شئ.

د استوګنې په مرکز کې لاندي خدمات موجود دی:

· استوګنځی
· خوراکونه
· نظافتي اسانتیاوی او د تشناب لوازمو ته لاسرسی
· د کالیو یا جامو ورکول
· د جیب خرچ
· انفرادي ټولنیزه مرسته او قانوني مرستې ته لاسرسی
· صحي او رواني مرسته

د کور قوانین د استوګنې په مرکز او تنظیم کې د ټولنېز ژوند په اړه یو لړ مقررات دي ترڅو باوري کړو چې دواړه اوسیدونکي او کارمندان د ژوند تر ټولو غوره تجربه ولري.
دغه قوانین په لاندي ډول دی:

· د محرمیت احترام
· د استوګنې په مرکز کې نظم او ارام
· د اوسېدونکو او کارکوونکې عمله امنیت
· د اطاقونو نظافت او صفايي
· د حاضرۍ او غیر حاضرۍ انتظامات
· ملاقاتونه جوړول
· د ضمانت ایښودلو سیسټم
· د اطاق معاینه
· د فیدازیل په وړاندې د هر استوګن د مکلفیت معلومات

د استوګنې مرکز یو آزاد مرکز دی. دا په دي معنې ده چې تاسو هلته په اوسیدو مکلف او مجبور نه یاست. که چیري غواړې د استوګنې ځای پریږدئ، نو په فیډاسیل مو یواځې د طبې مرستې حق پاتې کیږي. د استوګنې په مرکز کې ستاسو پاتې کیدل یا نه پاتې کیدل د نړیوال خوندیتوب لپاره ستاسو په درخواست هیڅ اثر نلری.
که د کور د قوانینو په اړه یا د هغو حقوقو په اړه چې تاسو يي د استوګنې په مرکز کې ترلاسه کوئ کومه پوښتنه لرئ، نو تاسو هروخت له خپل ټولنیز کارمند سره مشوره کولی شئ یا معلوماتي پاڼې چې د استوګنې په مرکز کې شته وکاروئ.

اداره او کارکوونکې تاسو ته په مرکز کې خوشحاله ژوند غواړي.

1. زمونږ خدمات

1.1 اساسي خدمتونه
دا سازمان پورې اړه لري خو د استوګنې مرکز لاندې خدمتونه وړاندې کوي:
·د نظافت اسانتیاو ته لاسرسي سره د اوسېدو ځای
· د تشناب لوازمو ته لاسرسی
· د کالیو د مینځلو امکان او ضروری کالیو (دویم لاس) ته لاسرسی
· خواړه یا د غرمنۍ کوپنې یا په خپله د خوړو د اخیستلو امکان

1.2 انفرادي مشاورت
ټول هغه کسان چې د استوګنې په مرکز کې کار کوي لازمه چې د ځینو ارزښتونو او اخلاقي اصول ته متعهد واوسي لکه احترام، مؤکل پېژندنه، بې طرفي او رازداري.
د اوسیدو په دوران کې به یو ټولنیز کارمند تاسو ته درکړل شی، چې تاسو سره به په انفرادي توګه مرسته کوی، تاسو ته به ستاسو حقوق در پیژنې او د اړتیا په صورت کې به مو نورو خدماتو ته راجع کوی.
دغه کس به تاسو ته یوه ځانګړي دوسیه جوړه کړی، ټول مهم اسناد به پکې پراته وی او د استوګنې په مرکز کې به ایښې وی. زمونږ د استوګنې د مرکز نور کارکوونکې هم په دی اړه مرسته کولی شي. تاسو کولی شئ هر وخت خپله دوسیه وګورئ. که د استوګنې کوم بل مرکز ته ولاړ شئ، دغه دوسیه به هم استوګنې نوی مرکز ته انتقال شي.
لاندی انفرادی مرستې تاسې زمونږ څخه تمه کولی شئ:

  • ستاسو د رارسېدلو په وخت کې مرسته: ستاسو ټولنیز کارمند به ستاسو د استوګنې په مشخصو اړتیاو خبرې وکړي او ارزیابی به یې واخلي
  • ټولنیزه مرسته: مونږ د استوګنې د مرکز نه بهر ټولنیز ژوند په اړه مرسته او مشوره درکوو او، د مثال په توګه، د ماشومانو مکتب کې د داخلولو په کارونو کې درسره مرسته کوو.
  • د پناهندګۍ په پروسیجر کې مرسته: د استوګنې مرکز به دا خبره یقیني کړي چې تاسو د پروسیجر د جریان څخه ښه خبر وساتي. مونږ به له تاسو سره په وړیا قانونې مرستې (وکیل) په پیدا کولو کې پوره هڅه وکړو.
  • ټریننګ: د خاصو شرایطو لاندې او د موجودو ځایونو پر اساس، تاسو فعالیتونو کې د ګډون کولو حق لرئ. ستاسو ټولنیز کارمند به تاسو ته په دي اړه نور معلومات درکړي.

1.3 صحي او رواني مرسته
د صحي مشکلاتو په صورت کې تاسو صحي مرستې ته لاسرسی لرئ.
که د استوګنې په مرکز کې د روغتیا څانګه وي، نو تاسو باید دغه داخلی څانګې ته مراجعه وکړئ، که اړتیا وی نو هغوي به د خارجې شورو زمینه برابره کړي. د طبی څانګه د نه شتون په صورت کې، له ډاکټر سره د مشوری کولو لپاره به تاسو ته ستاسو ټولنیز کارمند توضیحات درکړي.

مونږ غواړو ستاسو توجع دی حقیقت ته راواړو، که چیري مو داسی یو ډاکټر سره ولیدل یا ورغلۍ چې د استوګنې مرکز لخوا ورته معرفی شوی نه یاست یا له داسی یو ډاکټر یا روغتون سره په خپل سر په تماس شوي، نو لګښت به تاسو خپله پریکوئ.
که د روانې درملنې ډاکتر یا سایکالوچیسټ مرستې ته اړتیا لرئ، نو د استوګنې مرکز به مو د مزکر دننه یا بهر یو متخصص ډاکټر ته راجع کړي.

1.4 د جیب خرچ
تاسو هر اونۍ جیب خرچ حق لرئ. د دغو پیسو اندازه د قانون له مخې ټاکل کیږي.
په ځینو جمعې استوګن مرکزونو کې، تاسو کولی شئ دغه روپئ د استوګنې په مرکز کې د وړو وړو کارونو په ترسره کولو سره ریاتولی شئ، چې د ټولنیزو خدماتو په نامه یادیږي. دا کار د استوګنې په مرکز پوري اړه لري چې څرنګه يي ترتیب کړئ او څومره پیسي په دغو وړو وړو کارونو مصرفوي.

2. د ګډ ژوند لپاره زمونږ قوانین

2.1 محرمیت او ارام
- تاسو حق لرئ چې ستاسو د شخصي ژوند احترام وشي او د نورو اوسېدونکو د شخصي ژوند احترام وکړئ. دا په دی معنې چې تاسو باید د نورو اوسیدونکو خونو ته بغیر له اجازي داخل نشئ او د استوګنې په مرکز کې د شپې د خوب کولو احترام وکړئ.
- تاسو باید زیرسن کسان خپل اطاق ته دعوت نکړئ، استثنا له دې چې د موروپلار او یا که زیرسن کس څوک نلري نو د سرپرست په اجازه.
- تاسو باید د استوګنې مرکز کې د ارام چاپېریال په جوړولو کې خپله برخه کار وکړئ.
- تاسو باید د ملاقات د قوانینو احترام وکړئ او یقینې کړئ چې ملاقات کوونکې هم د دغو قوانینو احترام وکړي. د ملاقات د قوانینو هدف دا دی چې ستاسو او تاسو سره د نورو اوسېدونکو محرمیت خوندي کړی شي.
- تاسو باید د نورو اوسېدونکو د شخصي شیانو او د استوګنې د مرکز د سامانونو احترام وکړئ. د استوګنې مرکز ستاسو د شخصي ملکیتونو د خرابیدو، غلا کیدو یا ورکیدو مسئول ندئ. که چیري مو د نورو اوسیدوونکو یا د استوګنې د مرکز ملکیتونه خراب کړل، نو له تاسو به يي د تاوان غوښتنه وشي.
- تاسو باید د استوګنې د مرکز د ادارې څخه د محفلونو د جوړولو د مخکې نه اجازه واخلئ، په خاص ډول که چیرې دغه محفل استوګنې د مرکز ارام ګډوډولی شي.
- تاسو باید د هغو لارښوونو احترام وکړئ چې د استوګنې د مرکز د عملې لخوا درکول کېږي.
- تاسو باید ددې حقیقت احترام وکړئ چې د استوګنې د مرکز ځینو برخو ته لاسرسی محدود دی.

2.2 امنیت
- په تاسو لازمه ده چې د اور د مخنیوي او ترې د حفاظت د تطبیق وړ مقرراتو باندې عمل وکړئ او د اور د معلومولو یا د اور د وژلو تجهیزاتو ته نقصان ونه رسوئ.
- د استوګنې د مرکز ویجاړول او خرابول په سختۍ سره منع دي.

د استوګنې په مرکز کې پخلی کول منع دی، پرته له هغه خونو چې د استوګنې مرکز د همدي هدف لپاره ټاکلی وي.

- د استوګنې مرکز کې په سګریټ څکولو عمومي بندېز دی، پرته له هغو ځایونو چې دې لپاره ټاکل شوي وي.
- د استوګنې مرکز ته د الکولو او مخدره موادو راوړل، ځان سره ساتل او استفاده کول منع دي. هر ډول چلند چې د نشي سره تړاو لري او د استوګنې په مرکز کې د غیرقانوني موادو کارول منع دي.
- د داسې خطرناکو شیانو ځان سره ساتل چې نور په خطر کې اچولی شي یا احاطې ته نقصان رسولی شي منع دي.
په دې قوانینو کې منع شوي شیان ښايي د نیول کېدو په صورت کې ضبط کړی شي.
- لفظي او فزیکي تهدید، د جنس او جنډر سره تړلی تاوتریخوالی، جارحیت یا فزیکي تاوتریخوالی منع دي، او په همدې توګه د افرادو یا ډلو په وړاندې نژادي یا تبعیضي چلند یا ژبه استعمالول هم منع دي.

2.3 نظافت
- تاسو د خپل اطاق یا د استوګنې د ځای د پاک ساتلو او صفايي کولو مسوولیت لرئ.
- په تاسو لازمه ده چې د مشترکه ځایونو احترام وکړئ او پاک یې وساتئ.
- د حیواناتو ساتلو اجازه نشته.

3. د استوګنې د مرکز د تنظیم په اړه زمونږ قوانین

3.1 د معلوماتو مکلفیت
د استوګنې د صحیح حق ترلاسه کولو لپاره تاسو د استوګنې د مرکز په وړاندې د معلوماتو ورکولو مسئولیت لرئ. دا پدې مانا ده چې تاسو خپل ټولنیز کارکونکي ستاسو د پناه غوښتنې د پروسیجر او یا کوم بل عنصر په اړه چې ستاسو د استوګنې حق درکوي په سمه توګه د ټولو ګټورو معلوماتو په اړه خبر کړئ (د بیلګې په توګه د مهاجرت ریاست څخه ترلاسه شوي، د CGVS یا RVV لخوا پریکړې.(
که چیرې تاسو په رضاکارانه کار کې ښکیل یاست یا د کاری قرارداد ولرئ، نو تاسو باید خپل ټولنیز کارکونکي ته خبر ورکړئ.

3.2 مرکز ته مالي برخه ورکول
که تاسو یو د وظیفې قرارداد لرئ او د استوګنې د مرکز نه بهر د معاش کار کوئ، نو په تاسو لازمه ده چې سمدستي ددې د څرنګوالي په اړه د استوګنې مرکز ته خبر ورکړئ. د خپلو عوایدو په انډول، تاسو باید د ټاکلو شرایطو له مخې د استوګنځي په لګښتونو کې مرسته وکړئ. په خاصو حالاتو کې که چیري ستاسو عاید پایداره وی او له ټاکلی حد څخه زیات شي، د مرکز مرستې به ودرول شي.

3.3 د موافقو کول او سر ته رسول
که چیرې تاسو د خپلې استوګنې د مرکز د مخکې له مخکې واضح رضایت پرته کوم بېروني خدمت یا خدمت وړاندې کوونکی ته لاړئ، نو هر ډول مصرف به یې ستاسو په خپله غاړه وي.

که چیري د استوګنې مرکز ستاسو لپاره د بهرنې خدماتو وړاندي کوونکې سره ملاقات برابروی (ټریننګ، ډاکټر، روغتون او داسی نور)، نو تاسو مکلف یاست چې ملاقات په وخت او سمه توګه حاضر شئ.
احتمال شته چې په ځینو غونډو (لکه ملاقات یا ټریننګ) کې ستاسو حضور اجباري وي. په دغه صورت کې به تاسو ته د ترتیباتو (وخت، د ټراسپورټ په اړه،) په اړه خبر درکړل شي، او تاسو يي باید احترام وکړئ.
هغه ټکټونه چې تاسو ته ستاسو د سفر لپاره د یو خاص پروسیجر، روغتیايي مشوري، حقوقی مشاور یا داسی نورو لپاره درکړل شوي، نو یواځې د همدغو موخو لپاره باید وکارول شي.

3.4 د موروپلارولۍ سرپرستي ترسره کول
د موروپلار په صفت تاسو ستاسو فامیل کې د زیرسن ماشوم(انو) د نظارت، تربیې او جبري تعلیم مسئول یاست. که تاسو غواړئ نو د استوګنې مرکز مو په دی کې مرسته کولی شي.

3.5 د استوګنې مرکز کې موجودګي
ددې لپاره چې د استوګنې په مرکز کې مو ځای خوندي پاتې شي، نو تاسو باید په باقاعده توګه د استوګنې مرکز کې حاضر یاست.
که د شپې نه پاتی کیږئ، نو د استوګنې مرکز باید خبر کړئ او د تماش شمیره مو پریږدئ. د خبرتیا پرته دری شپې غیر حاضریدل، ستاسو نوم له راجسټر څخه ویستل کیږي او په نتیجه کې به تاسو د استوګنې په مرکز کې خپل ځای له لاسه وررکړئ.
تاسو باید هیڅکله د هر 30 ورځو په موده کې له 10 شپو زیات غیر حاضر نشئ. که د اوږد مهال لپاره غیر حاضر شي نو محروم به وګڼل شي.
د دي لپاره چې د استوګنې په مرکز کې د نوی ځای لپاره درخواست ورکړئ، تاسو باید فیډیسل د ویشل خدماتو ته ځان حاضرر کړئ، که چیري تاسو د استوګنې مستحق یاست، نو د استوګنې ځای به درکړل شي.

3.6 د امانت ایښودلو سیسټم
کله چې د استوګنې مرکز تاسو ته مادي شیان درکوي، نو امکان لري چې تاسو ضمانت لپاره ورسره د پیسو ایښودلو غوښتنه وکړي. دغه رقم به تاسو ته د استوګنې له مرکز څخه د تللو پر مهال بیرته درکړل شي یا که چیري مو شیان بیرته په سمه توګه تسلیم کړل.

3.7 د اطاق/استوګنځي او شخصي المارۍ معاینه
سربېره پر هغو موندنو چې مرکز کې د کنترول پر مهال کېږي، په باقاعده توګه ښايي د اطاقونو معاینه هم وشي تر څو امنیت، د اور د مخنیوي، نظافت سره اړوندو مختلفو قوانینو پابندي یقیني او اطاقونو کې ددې قوانینو پابندي معاینه کړی شي.
منظمه پلټنه شاید په میاشت کې دوه ځله د سحار له 9:00 او ماښام 5:00 بجو تر منځ ترسره شي. یواځې د اړتیا په وخت کې د خوندیتوب، اور وژنې، پاکوالی، یا د کور په قوانینو کې د جدی بی غوریو له کبله خوه په څو څو ځله له دغو وختونو پرته هم کتل کیدای شي.
د معاینې پر مهال ټول اطاق کتل کېږي. که تاسو غواړئ نو حاضر پاتې کېدلی شئ. که د قوانینو څخه د خلاف کارونو شک پیدا شو، نو المارۍ خلاصیږي او شیان يي پلټل کیږي.

که چیري، د پلټنې په دوران کې هغه آشیا چې د قوانینو (6.12 پراګراف ته مراجعه وکړئ) پر بنسټ منع ګرځول شوي، وموندل شي نو ضبط کیږي. د ضبط شویو شیانو یو لست به ترتیب شي او د غوښتنې په صورت کې به تاسو ته هم یوه کاپی درکړل شي.
که د پلټنې په دوران کې کوم خطرناک شئ ترګوتو شي چې د مالک یا کارکوونکو فزیکی جوړښت په خطر کې اچوي، نو که مناسبه وه، مربوطه خدماتی اداري ته به وسپارل شي.
که چیري توکې د پاکوالی، خوندیتوب یا اور وژنې د خطراتو له کبله ضبط شوي وی، نو مالک ته به له مرکز څخه د وتلو پر مهال بیرته ورکړل شي.
که چیري ضبط شوي شیان یا بل هغه څه چې د اوسیدونکې ملکیت دی د استوګنې له مرکز څخه د وتلو پر مهال له ځان سره اوچت نکړي، نو له تګ څخه وروسته يي صرف د لسو ورځو په دوران کولی شي خپل سامان اوچت کړي.

4. بندېزونه او انضباطي تدابیر

4.1 بندېزونه
که تاسو د قوانینو یا موافقو څخه سرغړونه وکړئ، نو یو بندېز درباندې لګول کېدلی شي. هغه جرمونه چې د استوګنې له مرکز څخه د باندي ترسره کیږي هم بندیزونه لری، که چیري د استوګنې په مرکز خاص تاثیر ولري.
د سر غړونې طبعیت او ماهیت او هغه حالت چې دغه کار پکې واقع شوي هروخت په نظر کې نیول کیږي. د بندیز ترلګولو مخکې شاید تاسو ته د یوي مرکې چانس درکړل شي او شاید د مرکې په وخت کې له ځان سره د خپلی خوښی یو کس هم مرکی ته بوځئ.
بندېز به درته تل په لیکلې بڼه درکول کېږي.

شاید لاندې بندېزونه ولګول شي:

1) یو رسمي اخطار، چې ستاسو په انفرادي دوسیه کې به یې یادونه کېږي.
2) د استوګنې په مرکز کې چې کوم فعالیتونه تنظیمېږي په مؤقت ډول د هغوی نه ویستل کېدل.
3) په مؤقته توګه معاش لپاره د ترسره کوونکو ټولنیزو خدمتونو نه د ایستل کېدو امکان.
4) خینو خاصو خدمتونو ته د لاسرسي محدودیت.
5) د عامه فایدې د ځینو خاصو کارونو د ترسره کولو مکلفیت.
6) د جیب خرچ د ټولو یا برخه پیسو زیات نه زیات د څلورو هفتو د مودې لپاره بندېدل.
7) د استوګنې بل مرکز ته لېږل کېدل.
8) د استوګنې په یو مرکز کې په مؤقت ډول د مادي مرستې د حقدارۍ څخه ویستل کېدل.
9) د استوګنې په یو مرکز کې په حتمي ډول د مادي مرستې د حقدارۍ نه ویستل کېدل.
بندیزونه به سمدستې د پلي کېدو وړ وي. د محرومیت بندیزونه په اړه باید د فیډیسل عمومی رئیس د دری ورځو په دوران کې د بندیزونو له پلی کیدو یوه ورځ مخکې د پریکړي تصدیق وشي. هغه نیټه په کومه چې دغه پریکړه بیرته د ویش د خدماتو څخه راګرځیدلی شي په بندیز کې لیکل شوي، کوم چې تاسو ته د استوګنې مرکز درکړی وو.
د تطبیق وړ بندیزونو د تشریح لپاره، تاسو هر وخت له خپل ټولنیز کارمند سره تماس نیولی شئ.

4.2 انضباطی تدابیر

د دې لپاره چې د استوګنې په مرکز کې د نظم، امنیت او چبتیا تضمین شی، یو انظباطی اقدام اخستلی شو. مخکې له دي چې ستاسو په وړاندي یو انظباطي پریکړه وشي ستاسو غږ به هم واوریدل شي او له تاسو سره به د خپلی خوښي یو کس د مرکې په دوران کې ملګرۍ وی.
که چیري د عامه خلکو په ګټه وي نو انظباطی اقدامات په لیکلی ډول یا د پوستې له لاري مرکز ته استول کیږي (لکه: د دوامداره مشکلاتو له کبله په ماښام کې د تلویزون خونې بندول).

5. شکایتونه او د بیاکتنې درخواستونه

که د لاندي پروسیجرونه په اړه نورو معلومات ته اړتیا لرئ، نو هر وخت د استوګنې د مرکز له کارکوونکو سره اړیکه نیولی شئ.

5.1 د شکایت داخلول
که تاسو د استوګنې په مرکز کې د ژوند کولو د عمومي شرایطو او یا د استوګنځي د قوانینو د تطبیق څخه راضي نه یاست، نو تاسو شکایت داخلولی شئ.
تاسو باید خپل شکایت په لیکلی یا شفاعی ډول د استوګنې د مرکز رئیس یا مسئول شخص تسلیم کړی، څوک چې به ستاسو د شکایت په اړه د 7 ورځو دننه اقدام کوی. شکایت په هالنډی، فرانسوی، جرمنی یا انګلیسي ژبو تسلیمولی شئ.
که چیري مو په 7 ورځو کې ځواب ترلاسه نکړ، نو تاسو کولی شي چې دغه شکایت په لیکلی ډول د اداري عمومي رئیس ته په لیکلی ډول واستوي، یا هغه چاته چې دغه صلاحیت ورکړل شوی دی. (6.16 ته مراجعه وکړئ).

5.2 د یو لګېدلي بندېز یا مجازات خلاف درخواست
که تاسو د هغه بندېز یا مجازات چې په 4)، 5)، 6) یا 7) نکتو لاندې تشریح شول چې لګېدي وي سره موافقه نه کوئ، نو تاسو کولی شئ چې د هغې د بیا کتنې لپاره یو درخواست په لیکلې بڼه د ایجنسۍ عمومي رییس یا هغه تنچې په 6.16 لمبر نکته کې ټاکل شوی وي، او یا که تاسو په LOI/ILA کې اوسېږئ نو PCSW شورا ته ورکولی شئ.
دغه د بیاکتنې درخواست باید په هالنډي، فرانسوي، آلماني یا انګلیسي ژبه کې لیکل شوی وي او لازمه ده چې په کومه ورځ تاسو ته بندېز یا د مجازاتو تدبیر په لیکلې بڼه ورکړی شوی و د هغې نه پنځه کاري ورځو کې دننه د پوسټ له لارې ولېږل شي.
تاسو به د بیاکتنې د درخواست یو نقل سمدستي د استوګنې مرکز ته استوئ. د 30 ورځو دننه به تاسو د پریکړي خبر درکړل شي. ترڅو چې عمومی رئیس، هغه څوک چې په 6.16 پرګراف کې ذکر شوي یا د ASCE کونسل دغه بندیز کې بدلون رانولی، نو تر هغه به بندیز په خپل حال د پلی کیدو وړ وی.

5.3 د صحي مرستې د پرېکړو خلاف درخواستونه
که تاسو د صحي مرستې د پرېکړې سره موافق نه یاست، نو تاسو یو درخواست په لیکلې بڼه د ایجنسۍ عمومي رییس، هغه کس چې 6.16 کې ټاکل شوی او یا، که تاسو چیرته په یو LOI/ILA کې ژوند کوئ نو د PCSW شورا ته ورکولی شئ.
د بیاکتنې درخواست باید په هالنډۍ، فرانسوۍ، آلماني یا انګلیسي ژبه کې لیکل شوی وي او لازمه ده چې د هغه ملاقات نه په کوم کې چې تاسو ته پرېکړه درکړی شوې وه په پینځه کاري ورځو کې د پوسټ له لارې واستول شي.
تاسو به د بیاکتنې د درخواست یو نقل سمدستي د استوګنې مرکز ته استوئ. د 30 ورځو دننه به تاسو د پریکړي خبر درکړل شي.