تاسو چیرته کار کولی شئ؟

په بلجیم کې پناه غوښتونکي د خپل غوښتنلیک سپارلو نه 4 میاشتې وروسته کار کولی شي. قبول شوي مهاجرین د بلجیمیانو په څېر د کار کولو اجازه لري.

ته پناه غوښتونکی یې

که CGVS/CGRA تراوسه د نړیوال محافظت لپاره ستاسې غوښتنلیک په اړه پریکړه نه وې کړې، نو تاسې د نړیوال محافظت لپاره د غوښتنلیک سپارلو وروسته یوازې 4 میاشتې کار کولی شئ.

  • کله چې تاسو په ښاروالۍ کې خپل نارنجي کارت تمدیدوئ، نو په هغې به اتوماتیک لیکلي وي: 'کار بازار: لامحدود'.
  • تاسو بلجیم کې په ټولو مسلکونو کې کار کولی شئ.

د کار کولو حق څومره وخت اعتبار لري؟

کار لپاره ستاسو حق تر هغه وخته اعتبار لري تر څو چې CGVS/CGRA ستاسو په درخواست پرېکړه وکړي. که تاسو د CGVS/CGRA د پرېکړې خلاف محکمه کې درخواست ورکړئ، نو ستاسو د کار حق به هغه وخته پورې اعتبار ولري تر څو چې RvV/CCE ستاسو د محکمې د درخواست په پروسیجر پرېکړه وکړي.

تاسو قبول شوي مهاجر یاست

تاسې د کار کولو نامحدود حق لرئ که چیرې تاسې د مهاجر دریځ یا فرعي محافظت ترلاسه کړی وي.

آیا کومک یا نورو معلوماتو ته اړتیا لرئ؟

آیا بلجیم کې د کار د اجازې یا خپلې اقامې په اړه کومه پوښتنه لرئ؟

  • په هغې ښاروالۍ کې چیرته چې تاسو اوسېږئ د ملکي چارو د ریاست سره یو ملاقات جوړ کړئ.
  • هره ښاروالي یا ښار خپل د ګټورو معلوماتو (تلیفون شمېرې، د کار وختونه) ویب سایټ لري.
د نارنجي کارت/نوم لیکنې تصدیق (AI) مثال
د نارنجي کارت/نوم لیکنې تصدیق (AI) مثال