پیسې ګټل

ایا تا د معاش والا کار پیدا کړی دی؟ د کارفرما سره دې په شریکه باید یو د وظیفې قرارداد امضاء کړې. همداراز سوشل ورکر ته دې خبر ورکړه، او یو د روغتیا د بیمې پروګرام کې شامل شه.

ته وظیفه لرې او د هرکلي په مرکز یعنې کمپ یا د محلي هرکلي په استوګنځی (CPAS/OCMW) کې اوسېږې

  • که ته کار کوې، نو په تا لازمه ده چې ټولنیز کارمند ته دې د کار د قرارداد، د کاري ساعتونو او د معاش د رسیدونو په اړه خبر ورکړې.
  • ددې امکان شته چې په تا به لازمه شي چې د معاش یوه برخه دې د هستوګنځي لپاره ورکړې. دې باره کې خپل سوشل ورکر سره خبرې وکړه.

ایا ته کافي پیسې ګټې او د کار یو باثباته قرارداد لرې؟ فیدازیل درنه کېدی شي غوښتنه وکړي چې ته کور پیدا کړه او د هرکلي د مرکز یعنې کمپ نه ووځه. که وروسته دې وظیفه له لاسه ورکړه او تر هغه وخته درته د نړیوال حفاظت یا پناهندګۍ د درخواست ځواب لا نه و راغلی، نو CPAS/OCMW سره د ملاقات وخت جوړ کړه.

یو د روغتیا د بیمې پروګرام کې شامل شه

که ته کار کوې، نو په تا دا هم لازمه ده چې د روغتیا د بیمې یو پروګرام (یا د بیمې دوه طرفه پروګرام) کې شامل شې.

یو د روغتیا د بیمې پروګرام څه کوي؟

  1. د روغتیا د بیمې پروګرام ټول یا یوه برخه روغتیايي مصارف بېرته ورکوي (که ته ډاکټر یا د غاښونو ډاکټر ته لاړ شې).
  2. که ته کار ولرې خو په یوه خاصه موده کې د مریضۍ یا کومې پېښې له امله کار نشې کولی، نو د روغتیايي بیمې پروګرام به ستا د معاش په ځای درته د مالي معاوضې پیسې درکوي.
  3. د روغتیا د بیمې پروګرام درته ستا د روغتیا، صحي مصارفو او د مریض په توګه ستا د حقونو په اړه معلومات درکوي.