تاسې کار لټوئ

ایا ته کار پسې ګرځې؟ د کارموندې د یو اژانس سره ثبت نام وکړه.

که تاسې غواړئ کار وکړئ، تاسې کولی شئ د کارموندنې ادارې سره ځان ثبت کړئ. هغوی تاسې سره ستاسې لپاره مناسب کار موندلو کې مرسته کوي. هره منطقه د کار موندنې اژانس لري:

  • VDAB (په فلاندر کې)
  • ACTIRIS (بروکسل)
  • FOREM (والونیا)
  • ARBEITSAMT (په آلمانې ژبې خبرې کوونکې ټولنه)

د کار موندنې اژانس سره ثبت نام کول

د نړیوال محافظت لپاره ستاسې غوښتنلیک سپارلو نه 4 میاشتې وروسته، او که تاسې تراوسه د CGVS/CGRA نه کوم ځواب نه وي ترلاسه کړی، نو تاسې کولی شئ د کار ادارې سره د دنده لټونکي په توګه ځان ثبت کړئ. 

دې اژانسونو سره د کار لټوونکي په صفت به ته لاندې اسنادو ته اړتیا لرې:

د کارموندنې اژانس درسره کومک کولی شي چې

  • د روزنیز کورس یا د مسلکي شاګردۍ لټون وکړې
  • د کار کولو لپاره د هالنډۍ یا فرانسوۍ درسونو ته لاړ شې.
  • سي وي، د انګیزې خط دې جوړ کړې، یا درسره د کار د مرکې لپاره تیارېدو کې کومک وکړي.
  • تا لپاره به داسې د کار خالي ځایونه ولټوي چې ستا د تجربې او علاقمندیو سره سمون خوري.

په فلاندر کې د نوو راغلو کسانو لپاره دندې
هغه دندې ومومئ چې د نوي راغلو کسانو د ژبې مهارتونو سره سمون خوري: د  VDAB ویب پاڼې څخه لیدنه وکړئ - "Zoek een job" تر سرلیک لاندې کلیدي کلمه '#Werkplekvrij' ټایپ کړئ.

د VDAB د لټون پاڼه

په فلاندر کې د نوو راغلو کسانو لپاره دندې
هغه دندې ومومئ چې د نوي راغلو کسانو د ژبې مهارتونو سره سمون خوري: د ACTIRIS ویب پاڼې څخه لیدنه وکړئ - 'Vind een job' / 'Trouvez un emploi' تر سرلیک لاندې کلیدي کلمه '#Welcome' ټایپ کړئ.

د Actiris د لټون پاڼه

په فلانډرز کې د نوو راغلو کسانو لپاره دندې
هغه دندې ومومئ چې د نوي راغلو کسانو د ژبې مهارتونو سره سمون خوري: د FOREM یاARBEITSAMT (په آلمانې ژبه خبرې کوونکو ټولنه) ویب پاڼې څخه لیدنه وکړئ - 'Trouvez un emploi’ تر سرلیک لاندې کلیدي کلمه '#Dispo’ ټایپ کړئ.

د Forem د لټون پاڼه