تاسو د استوګنې په ځای کې پاتې کېږئ

پناهندګانو ته یو کټ، خواړه، ټولنیزه مرسته او صحي مرسته ورکول کېږي.

د استوګنې په ځای کې فامیلي اطاق

بلجیم هغو کسانو ته 'مادي' مرسته ورکوي چا چې د نړیوال حفاظتلپاره درخواست ورکړی وي. مرسته د استوګنې په هغه ځای کې ورکول کېږي چې تاسو لپاره اختصاص شوی وي (مرکز یا انفرادي استوګنځی).

په مادي مرسته کې څشی شامل دي؟

  • خواړه او استوګنځی
  • طبي، رواني او ټولنیزه مرسته
  • کالي او نظافتي تولیدات
  • یو وکیل او یا یو ترجماننه د کومک غوښتنه کول

بلجیم حفاظت لپاره درخواست ورکوونکو ته مالي مرسته نه ورکوي. خو هره هفته به لږې د جیب د خرڅ پیسې درکول کېږي.