کالي او نظافت

پناهندګانو ته کالي او تولیدات (صابون، د غاښونو کریم او داسې نور) ورکول کېږي.

جامې

کله چې تاسو ته د استوګنې ځای ته ورسئ، نو کالي او بوټان به درکړی شي. کالي تل نوي نه وي، خو په ښه حالت کې وي. مرکز درته همداراز د کټ روجايي او جانپاکونه درکوي. تاسو د خپلو کالیو د مینځلو امکان لرئ.

د لاسونو مینځل

نظافت

هغه تولیدات چې تاسو ورته اړتیا لرئ درکول کېږي: صابون، شامپو، ږمنځ، د غاښونو برش، د غاښونو کریم، ډیوډورانټ، د بدن لوشن، د تشناب کاغذ، د ږیرې خرولو ځګ او پاکي، د نظافت جانپاکونه، ټامپون، د ماشومانو پوشکونه او د ماشومانو شیان. دا تولیدات په باقاعده توګه ویشل کېږي.

د استوګنې د مرکز په ټولو اوسېدونکو لازمه ده چې د نظافت د قوانینو احترام وکړي:

  • د تشناب د استعمالولو نه وروسته، د پخلي کولو نه مخکې، د خوراک نه مخکې، په یو څاروي د لاس وهلو نه وروسته او یا په لاسونو د کار کولو نه وروسته لاسونه وومینځئ
  • شنې مېوې او سبزیانې د خوړلو نه مخکې ومینځئ
  • د اوبو جیګونه د استعمال نه مخکې ومینځئ