خواړه او استوګنځی

د استوګنې په مرکز کې پناهندګان خوراک کولی، مینځلی او خوب کولی شي.

یو کټ

د استوګنې په مرکز کې به ته خپل کټ او د خپلو شخصي وسایلو د ذخیره کولو لپاره یوه کوچنۍ المارۍ ولرې.

که ته د فامیل سره راغلی یې، نو تاسو به په یو اطاق کې ویده کېږئ او اطاق به د نورو خلکو سره نه شریکوئ.

که ته ځانته یې، نو اطاق به دې داسې نورو خلکو سره شریک وي چې ځانته رارسېدلي وي. سړي او ښځې په جلا اطاقونو کې ویده کېږي.

حمام او تشنابونه

ستاسو د استوګنې ځای کې حمامونه او تشنابونه هم شته. سړي او ښځې جلا تشنابونه او حمامونه لري.

خواړه

خوراکونه هره ورځ ورکول کېږي. خوراکونه په دوو طریقو تنظیمېږي:

  • یا به ستاسو د استوګنې مرکز کې یوه لویه اشپزخانه وي او خوراکونه د هر چا لپاره پخول کېږي. په دغه صورت کې خوراکونه په یو غټ اطاق کې د ورځې په معلومو وختونو (سهار، غرمه، ماښام) ورکول کېږي. ځانګړي خوراکونه هغو خلکو ته ورکول کېږي چې ځانګړي خواړه خوري.
  • یا به وړې اشپزخانې وي. نو په هغو کې تاسو خپل خوراکونه خپله پخولی شئ. تاسو ته دوکان کې د خوړو د اخیستلو لپاره ټکټونه یا پیسې درکول کېږي.
د استوګنې په مرکز کې غرمنۍ خوړل