آیا رواني مرستې ته اړتیا لرئ؟

پناهندګان رواني مرسته ترلاسه کولی شي.

د استوګنې په مرکز کې رواني مرسته

د صدمې، سترس یا تکلیف په قابو کولو کې کومک لپاره تاسو د استوګنې په ځای کې د خپل ټولنیز کارمند ډاکتر نه د رواني مرستې غوښتنه کولی شئ.

کوم معلومات چې تاسو د روانشناس سره شریکوئ د مسلکي رازدارۍ لخوا یې حفاظت کېږي او ستاسو د رضایت نه غیر نه شریکول کېږي.

په یو CPAS/OCMW کې رواني مرسته

که ستاسو د استوګنې مرکز کې روانشناس نه وي او تاسو د روانشناس په لټون یاست، نو لومړی ډاکټر ته ورشئ. تاسو د خپل CPAS/OCMWڅخه هم د رواني مرستې غوښتنه کولی شئ.

د ارام کېدو فعالیتونه

ستاسو د استوګنې مرکز یا د استوګنې د مرکز نه بهر ادارې داسې فعالیتونه تنظیموي چې کوم خلک په تکلیف کې وي هغوی سره کومک کولی شي. په دوی کې د ارام کېدو فعالیتونه، د ساه اخیستلو تمرینونه او د بحث ګروپونه شامل دي. معلوماتو لپاره د خپل ټولنیز کارمند یا خپل CPAS/OCMW نه حتماً پوښتنه وکړئ.

Trauma therapy at Solentra

You can ask help from a psychologist from Solentra. It is not possible to book an appointment yourself. Your direct care provider can make an appointment using the online form. Make sure to discuss the option with your social assistant, buddy, general practitioner or another confidential counsellor.