د ترجمان لخوا کومک

پناهندګان د یو ترجمان د کومک غوښتنه کولی شي. هغوی به معلومات په هغې ژبه کې ترجمه کوي چې پناهنده پرې پوهېږي.

ترجمان ترجماني کوي

که تاسو په فرانسوۍ یا هالنډۍ ژبه نه پوهېږئ، نو تاسو د یو ترجماند کومک غوښتنه کولی شئ: یو داسې څوک چې ستاسو په ژبه یا داسې ژبه چې تاسو پرې پوهېږئ خبرې کوي.

ستاسو ټولنیز کارمند به د یو ترجمان لټون وکړي. ترجمان به یا ستاسو د استوګنې ځای ته درڅي او یا به ترجمه د ټلیفون یا انټرنېټ له لارې کوي. په تاسو لازمه نده چې د ترجمان پیسې ورکړئ. که ستاسو ټولنیز کارمند تاسو لپاره یو ترجمان نشي پیدا کولی، نو هغه یو بل اوسېدونکي تن یا د عملې د غړي نه د کومک غوښتنه کولی شي.