ستا ټولنیز کارمند

هر پناهنده سره د یو ټولنیز کارمندلخوا کومک کېږي.

د استوګنې مرکز کې ستا د اوسېدو پر مهال به یو ټولنیز کارمند ستا پاملرنه کوي. که ته د خپل شخصي وضعیت په اړه پوښتنې لرې نو هغوی سره د خبرو کولو به اړه مه زړه نازړه کېږه.

ټولنیز کارمند سره بحث

ستا ټولنیز کارمند څه کولی شي؟

  • هغوی توضیح درکوي چې د استوګنې ځایونه څنګه فعالیت کوي. هغوی ستا د حقونو او مسوولیتونو په اړه معلومات درکوي.
  • هغوی نړیوال حفاظت لپاره ستا د درخواست وضعیت درته توضیح کوي. هغوی درسره هغه وخت کومک کوي کله چې ته رسمي اسناد ترلاسه کړې یا یو رسمي خط ترلاسه کړې.
  • که ضروري وي نو هغوی تا تخصصي خدمتونو (د بېلګې په توګه روانشناس) ته مراجعه کولی شي.
  • هغوی ګوري چې آیا ستا د استوګنې ځای ستا د وضعیت لپاره سازګار دی.

رازداري

کوم معلومات چې ته خپل ټولنیز کارمند ته ورکوې یا یې ترې غوښتنه کوې په مسلکي رازدارۍ سره حفاظت کې دي. ددې مانا داده چې ستا ټولنیز کارمند نورو سره دغه معلومات نشي شریکولی.