د CPAS/OCMW لخوا ټولنیزه مرسته

که تاسو په رسمیت پېژندل شوي مهاجر یاست او تر اوسه لا عاید نه لرئ چې کور کرایه کړئ او خپل انتظام په خپله کوئ، نو تاسو CPAS/OCMW نه د مرستې غوښتنه کولی شئ.

څوک د CPAS/OCMW څخه ټولنیزه مرسته ترلاسه کوي؟

د CPAS/OCMWڅخه مرستې ترلاسه کولو لپاره په تاسو ضروري ده چې په ګڼ شمېر شرطونو پوره یاست:

  • تاسو په بلجیم کې قانوني ژوند کوئ (قبول شوی مهاجر، متبادل حفاظت، او داسې نور).
  • تاسو محتاجیاست. CPAS/OCMW به ستاسو وضعیت او عاید معاینه کړي.
  • تاسو بلجیم کې یو د استوګنې ځای لرئ

CPAS/OCMW نور شرطونه هم تطبیقولی شي: د کار کولو لېوالتیا، لومړی نورو هغو منافعو ته درخواست ورکول چې تاسو یې حق لرئ، او داسې نور.

تر کومه وخته پورې چې تاسو نړیوال حفاظت لپاره د خپل درخواستپه باره کې پرېکړه نه وي ترلاسه کړې، تاسو CPAS/OCMW څخه د ټولنیزې مرستې حق نلرئ. تاسو ته به د استوګنې په یو ځای کې د اوسېدو ځای درکړی شي، کوم چې د فیدازیل یا د سرې میاشتې د استوګنې ځای وي او یا د CPAS/OCMW څخه کور وي.

CPAS/OCMW کوم ډول مرسته کوي؟

CPAS/OCMW ګوري چې تاسو لپاره کوم ډول مرسته تر ټولو زیاته مناسبه ده. د هغې مرستې چې CPAS/OCMW یې کوي ځینې مثالونه:

  • مالي مرسته (یو میاشتنی د ژوند معاش یا یو څه اضافي معاش که چیرته تاسو د ژوند د معاش نه کمه عاید لرئ)
  • کور یا د کور په لټون کې مرسته
  • د کور چمتو کولو کومک (د کور د اسبابو او سامانونو په اخیستلو کې مرسته)
  • د صحي پاملرنې د پیسو په ورکولو کې مرسته
  • د کار په لټون کې کومک
  • د قرضونو په خلاصولو کې کومک (د قرض منځګړیتوب)
  • رواني-ټولنیزه مرسته

که تاسو ټولنیزې مرستې ته اړتیا لرئ، نو په کومه ښاروالۍ کې چې ژوند کوئ د هغې CPAS/OCMW ته لاړ شئ.