صحي بیمه

په بلجیم کې د صحي بیمېاخیستل اجباري دي. که تاسو مریض یاستئ نو د صحي بیمې بودیجه د صحي مصارفو یوه لویه برخه ادا کوي. که تاسو د مریضۍ سا کومې پېښې له امله د کار کولو توان نلرئ، نو د معاش په ځای به مالي جبران درکول کېږي.

که تاسو د مهاجر په صفت قبول شوئ، نو درباندې لازمه ده چې د خپلې خوښې یوه په رسمیت پېژندل شوې د صحي بیمې بودیجه کې شامل شئ. که تاسو د صحي بیمې د بودیجې غړي جوړېدل نه غواړئ نو کولی شئ چې وړیا د 'مریضۍ او معلولۍ د بیمې لپاره کمکي بودیجه' کې ځان شامل کړئ.

د صحي بیمې بودیجه تاسو لپاره څه کوي؟

یوه د صحي بیمې بودیجه (یا 'متقابل')

  • د صحي پاملرنې مصارف ورکوي
  • مالي کومک کوي که چیرې تاسو د یوې مریضۍ یا پېښې په نتیجه کې کار نشئ کولی
  • د ماشوم زېږېدنې د رخصتۍ (د ماشوم د زېږېدو نه وروسته) پر مهال مالي کومک کوي
  • د کورنۍ پاملرنې خدمتونه تنظیموي (ماشومان او بوډاګانو لپاره مرسته)
  • کور کې د مریضو خلکو د پاملرنې لپاره طبي تجهیزات قرض ورکوي.

د صحي بیمې مصرف څومره دی؟

که تاسو پکې شاملېږئ نو یوه معلومه کلنۍ برخه به ورکوئ (د 80 او 110 یورو ترمینځ). ماشومانو او نورو وابستګانولپاره صحي بیمه وړیا ده.

د صحي بیمې کومې بودیجې شته؟

عیسوي صحي بودیجه، لبرال صحي بودیجه، سوشلسټ صحي بودیجه، خپلواکه صحي بودیجه، بې طرفه صحي بودیجه. د RIZIV/INAMIپه ویبسایټ تاسو د ټولو صحي بیمو د بودیجو یوه عمومي کتنه موندلی شئ.