تاسو قانوني اقامه نلرئ او صحي کومک ته اړتیا لرئ

که ته بلجیم کې د قانوني اقامې د اجازې نه بغیر یې نو د صحي بیمې په پروګرام کې شرکت نشې کولی. 

عاجله طبي مرسته

که تاسو صحي پاملرنې ته اړتیا لرئ، نو د CPAS/OCMWڅخه د عاجلې صحي مرستې غوښتنه کولی شئ. 

عاجله طبي مرسته څشی دی؟

  • که مریض یې نو ډاکټر ته تلل
  • که غاښونو کې دې درد وي نو د غاښونو ډاکټر ته تلل
  • د ډاکټر په درخواست طبي معاینه (الټراساونډ، ایکسری، سکین)
  • په ځینو حالتونو کې جراحي او د حالت اعاده (مثلاً فیزیوتراپي)
  • د ډاکټر د نسخې دوا

د بلجیم د حکومت له مخې کوم شیان په صحي مرسته کې نه راځي؟

  • خواړه
  • جامې
  • کور

د عاجلې صحي مرستې غوښتنه څنګه کولی شې؟

دا قدمونه تعقیب کړه:

  1. په هغې ښاروالۍ کې چیرته چې ته ژوند کوې CPAS/OCMW ته ورشه
  2. CPAS/OCMW به تحقیق وکړي چې ایا ته د قانوني اقامې نه غیر یې او دا چې ایا اړتیا لرې.
  3. CPAS/OCMW به د صحي مرستې د لګښتونو پوره کولو سره موافقه وکړي.
  4. فقط ددغې نه وروسته به بیا ته ډاکټر یا روغتون ته تللی شې.
  5. CPAS/OCMW به صحي لګښتونه ادا کوي.

د صحي مرستې د غوښتلو نه مخکې ضروري ده چې اول CPAS/OCMW ته ګزارش ورکړې. که دا ناممکنه وي، د مثال په توګه د عاجلې پېښې په حالت کې، نو روغتون ستا د طرف نه CPAS/OCMW څخه د پیسو ادا کولو درخواست کولی شي.

 ایا ته عاجل کومک ته ضرورت لرې، یا په خطر کې یې؟

نو عاجل لمبر 101 یا 112 ته زنګ ووهه.