ښاروالي

ښاروالي ګڼ شمېر مسئولیتونه لري: د مکتبونو او د ماشومانو د پاملرنې تنظیمول، سرکونه جوړول، د پارکونو چارې سر ته رسول، د کثافاتو غونډول ... ښاروالي، CPAS/OCMW او پولیس په شریکه محلي اداره تشکیلوي.

د بلجیم د هستوګن په توګه به ستا په هغه ښار یا ښاروالۍ کې ثبت نام شوی وي په کوم کې چې ته ژوند کوې.

د ښاروالۍ یا ښار مسئولیتونه

ښاروالي یا ښار د خپلو اوسېدونکو لپاره بېلابېل مسئولیتونه لري. په دوی کې د ټولو نه مهم دا دي:

  • د مکتبونو او د ماشومانو د پاملرنې تنظیمول
  • هستوګنو لپاره ټولنیز ملاتړ (CPAS/OCMW) برابرول
  • د سرکونو جوړول
  • د کثافاتو غونډول
  • د ښاروالۍ مالیه غونډول
  • امنیت تامینول (پولیس)
  • هستوګن کسان په ښاروالۍ کې ثبتول
  • د موټروانۍ لېسنسونه او د اقامې اجازې ورکول
  • ودونه ترسره کول
  • پیدایشونه ثبتول
  • کتابخانې او د ورزش بېخ بناوې برابرول
  • د پارکونو او ځنګلونو چارې ترسره کول
     

د ښاروالۍ صالون

هره ښاروالۍ یو د ښاروالۍ صالون یا ښار صالون لري. د ښاروالۍ صالون عموماً د ښاروالۍ په مینځ کې وي. د ښاروالۍ په صالون کې یو د ملکي چارو د دفتر مېز وي چیرته چې ته بلجیم کې د اوسېدو د اسنادو لپاره درخواست ورکولی شې: د اقامې اسناد، ښاروالۍ کې ثبت نام، د ادرس تغیرول، د پیدایش سندونه، لېسنسونه، او داسې نور.

ایا ته اړتیا لرې چې د ملکي چارو دفتر ته ورشې، خو په هالنډۍ یا فرانسوۍ ژبه ښې خبرې نشې کولی؟ د فامیل یو بالغ تن یا کوم دوست ځان سره راوله چې ترجماني درله وکړي.

ایا لا زیاتو معلوماتو یا کومک ته ضرورت لرئ؟

ایا د کوم سند یا بلجیم کې د خپلې اقامې په اړه پوښتنه لرې؟

  • د هغې ښاروالۍ کومه کې چې ته ژوند کوې د ملکي چارو دفتر ته ورشه یا ورسره یو ملاقات جوړ کړه.
  • هره ښاروالي یا ښار خپل د ګټورو معلوماتو (تلیفون شمېرې، د کار وختونه) ویب سایټ لري.