پولیس

پولیس په بلجیم کې امنیت او نظم تامینوي. که خلک کومک ته اړتیا لري، نو هر وخت پولیسو ته زنګ وهلی شي.

پولیس افسران

د پولیسو کارونه

پولیس لاندې مهم کارونه ترسره کوي:

  • د امنیت تامینول او ترافیک کنټرولول
  • د جرمونو قابو کول او مخنیوی کول
  • ولس سره مرسته کول
  • دا خبره یقیني کول چې ټول دلته اوسېدونکي خلک (که بلجیمیان وي که خارجي اتباع) د قانوناحترام وکړي

عاجل لمبرونه

که ته د پولیسو عاجل کومک ته اړتیا لرې، نو وړیا عاجل شمارې 101ته زنګ ووهه.

ایا په عاجل ډول امبولانس یا اطفایې ته اړتیا لرې؟ 112ته زنګ ووهه.

  • ایا پولیسو سره خبرې کول غواړې یا ورته د څشي راپور ورکول غواړې؟ پولیسو ته زنګ ووهه، یا د پولیسو نږدې ماموریت ته لاړ شه. په هره ښاروالۍ کې د پولیسو ماموریت شته.

د پولیسو نه مه ډارېږه.

که ته د قانون احترام کوې نو ضرورت نشته چې د پولیسو نه وډار شې.

  • د پولیسو افسران به هیڅکله تا همداسې بې دلیله ګرفتار یا توقیف نکړي.
  • د کومک غوښتلو لپاره ورته هر وخت په لاره کوڅه کې ورتللی شې.
  • که غلا درنه شوې وي، زخمي شوی یې یا حمله درباندې شوې وي، پولیسو ته لاړ شه.
  • د پولیسو افسران به درسره د عاملینو په موندلو کې کومک وکړي.