تاسو د استوګنې په مرکز کې اوسېږئ او صحي کومک ته اړتیا لرئ

پناهندګان کولی شي چې د یو ډاکټر د مرستې غوښتنه وکړي.

که ستاسو د روغتیايي حالت لپاره لازمه وي نو تاسو یوې نرسې یا ډاکټر سره د لیدلو غوښتنه کولی شئ. د استوګنې په مرکزونو کې یو طبي ټیم موجود وي او تاسو هغوی سره ملاقات جوړولی شئ. که ستاسو د استوګنې په ځای کې ډاکټر نه وي، نو تاسو ته به د یو ډاکټر نوم درکړی شي کوم ته چې تاسو تللی شئ.

ډاکټر یا نرسې سره د ملاقات پیسې ورکول په تاسو لازمي ندي، تر څو چې تاسو د مرکز نه غیر بل کوم ډاکټر ته د تللو انتخاب نه وي کړی. تاسو ته اړینه دوا هم وړیا درکول کېږي. ډاکټر ښايي تاسو یو روغتون یا متخصص ډاکټر ته د مراجعه کولو پرېکړه وکړي.

ډاکټران او نرسانې ددې خبرې د معلومولو لپاره تاسو معاینه کوي چې کومه ساري مریضۍ (لکه نری رنځ) خو نلرئ. ستاسو اړین واکسین هم کېږي.

د حامله ښځو، د تي د ماشومانو او وړو ماشومانو ځانګړې طبي پاملرنه کېږي. تاسو ONE (د هیواد په فرانسوي زبانه برخه کې) یا Kind & Gezin (د هیواد په فلاندر برخه کې) سره په تماس نیولو مرسته ترلاسه کولی شئ.

طبي دوسیه

ستاسو د روغتیا په اړه ټول معلومات په یوه طبي دوسیه کې غونډول کېږي. تاسو خپله دوسیه کتلی شئ یا یې یو نقل غوښتلی شئ. که تاسو د استوګنې ځای بدل کړئ، نو ستاسو طبي دوسیه ستاسو نوي د استوګنې مرکز ته لېږل کېږي.

د طبي معلوماتو په مسلکي رازدارۍحفاظت کېږي: طبي ټیم دغه معلومات ستاسو د رضایت نه غیر بل چاته نشي ورکولی، البته که ستاسو ژوند په خطر کې وي نو بیا یې شي.