ستاسو د غیږې یا د تي د ماشوم روغتیا

بلجیم یو وړیا خدمت لري چې د ټولو هغو ماشومانو چې عمر یې د 3 کلونو نه کم وي د روغتیا نظارت کوي. ته د خپل حمل، د ماشوم یا ماشومې د رُشد او د هغه یاا هغې د غټولو په اړه هم پوښتنې کولی شې.

ته د خپل ماشوم یا ماشومې (د 0 نه نیولې تر 3 کلنۍ پورې) سره یو ځای د وړیا مشورې لپاره د Kind & Gezin (فلاندرز او برسلز) یا ONE د (والونیا او برسلز) دفترونو ته راتللی شې. که ته چیرته حامله یې نو هم دا ادارې به درسره کومک کوي.

د Kind en Gezin ادارې کارکوونکي کله کله د هرکلي په مرکز یعنې کمپ کې هم مشاورې ترسره کوي.

د مشاورت په وخت کې څه کېږي؟

  • داوطلب کسان ستاسو د ماشوم اندازه اخلي او وزن یې کوي.
  • یو ډاکټر یا نرسه ستاسو د ماشوم معاینه کوي.
  • د پیدایش نه وروسته لومړیو هفتو کې به نرسانې معاینه کوي چې ایا د ماشوم سماعت صحیح دی.
  • د 12 او 24 میاشتو په مینځ کې به یې ډاکټران او نرسانې معاینه کوي چې د ماشوم نظر صحیح دی.
  • ستاسو د ماشوم یا ماشومې به اړین واکسین ترسره شي.
  • تاسو ترې د غذا، تعلیم، امنیت او روغتیا په اړه پوښتنې کولی شئ.

ایا ستاسو ماشوم مریض دی؟

که ستاسو ماشوم مریض یا ماشومه مریضه وي نو تاسو باید د روغتیا اژانس ته نه بلکې ډاکټر ته لاړ شئ.