ستاسو د درخواست معاینه

ستاسو د مرکې نه وروسته به CGVS/CGRA هغه معلومات او اسناد وګوري چې تاسو ورکړي. CGVS/CGRA به بیا حفاظت لپاره ستاسو په درخواست یوه پرېکړه وکړي.

د CGVS/CGRA چارواکی به ګوري چې آیا:

د CGVS/CGRA کوم چارواکي چې ستاسو درخواست معاینه کوي هغوی د پناهندګۍ متخصصان دي. هغوی ته ستاسو د اصلي وطن وضعیت ډېر ښه معلوم دی. هغوی ستاسو هیواد کې د سیاسي وضعیت، بشري حقونو او امنیت په اړه ډېر معلومات ترلاسه کوي.

د CGVS/CGRA د پرېکړې لپاره زه باید څومره وخت انتظار وکړم؟

CGVS/CGRA پناهندګۍ لپاره ستاسو درخواست په جزییاتو سره معاینه کوي. CGVS/CGRA کوښښ کوي چې څومره زر امکان لري پرېکړه وکړي، یانې د 6 میاشتو نه کم وخت کې. په ځینو حالتونو کې پرېکړه ډېره تېزۍ (د 15 ورځو نه کم وخت کې) کېدلی شي.

ځینې وختونه ستاسو د درخواست ارزیابی اوږد وخت نیسي. CGVS/CGRA پرېکړې کولو لپاره زیات نه زیات 21 میاشتې وخت لري.

ماته څه رقم پرېکړه راکول کېدلی شي؟

CGVS/CGRA مثبته یا منفي پرېکړه کولی شي:

که تاسو ته منفي پرېکړه درکړی شوه، نو تاسو د دغې پرېکړې خلاف اپیل کولی شئ.