د ښځو د جنسي اندام غوڅېدل

تا خپل اصلي وطن نه دې لپاره تیښته کړې ده چې ډارېږې ته به د جنسي اندام د غوڅېدوسره مخ شي. ته بلجیم کې د نړیوال حفاظت لپاره غوښتنه ورکولی شې.

د ښځینه جنسي اندام غوڅول په بلجیم کې غیرقانوني دي. که دا خبره معلومه شي چې په بلجیم کې یوه جلۍ د جنسي اندام د غوڅول کېدلو د عمل قرباني شوې ده نو پولیسو ته به خبر ورکول کېږي.

نړیوال حفاظت لپاره درخواست ورکول

CGVS/CGRA به ستاسو په درخواست کار کوي. CGVS/CGRA به ستاسو د شخصي وضعیت او ستاسو د اصلي وطن د وضعیت تحلیل وکړي. CGVS/CGRA کولی شي چې د مهاجرت قبوليدرته درکړي.

  • د ښځینه جنسي اندام د غوڅول کېدلو  د خطر په باره کې خپل سوشل ورکر او وکیلسره خبرې وکړئ.

ستا لور د جنسي غړي پرې کیدو خطر له امله د مهاجرت دریځ ترلاسه کړی دی؟

کله چې ستا لور د مهاجر دریځ ترلاسه کړي، تاسې د والدین په حیث کولی شئ هغه ښاروالۍ کې چیرې چې ژوند کوئ د بشردوستانه مقرراتو (9bis) لپاره غوښتنلیک وسپارئ. 

که ستاسې غوښتنلیک تایید شو، تاسې به د اوسیدو جواز ترلاسه کړئ نو پدې توګه به تاسې وکولی شئ خپلې لور سره یوځای په بلجیم کې ژوند وکړئ.

د CGVS/CGRA

لخوا پلټنه وروسته لدې چې ستاسې لور د مهاجر دریځ ترلاسه کړ CGVS/CGRA ګوري چې آیا ستاسې لور په بلجیم کې د جنسي غړو پرې کیدو خطر سره نده مخ.

والدین باید تحریري بیان لاسلیک کړي چې ښیې د هغوی لور به د جنسي غړو پرې کیدو عمل سره مخ نشي.

په تاسو ضروري ده چې CGVS/CGRA هر کال یو طبي سند واستوئ.

په سند کې باید دا خبره تصدیق شوې وي چې ستاسو لور د جنسي اندام د غوڅول کېدو د عمل سره نده مخ شوې.

که ستاسو لور د جنسي اندام د غوڅول کېدو د عمل سره مخ شوې وي نو CGVS/CGRA ستاسو قبولي بېرته درنه اخیستلی شي.

ویډیو «د ښځینه جنسي غړو پرې کول» (لاسرسی)