LGBTQI او نړیوال حفاظت لپاره درخواستونه

آیا د جنسي میلان یا جنسي هویت له امله په خپل اصلي وطن کې د محکماتي تعقیب څخه ډار لرې؟ ته نړیوال حفاظت لپاره درخواست ورکولی شې.

د LGBTQI تن په توګه ستا تړون د یوې آسیب پذیرې ډلې سره دی. CGVS/CGRA چې کله نړیوال حفاظت لپاره ستا په درخواستکار کوي نو دا به نظر کې نیسي.

مرکه د سړي یا ښځې لخوا

د CGVS/CGRA د حفاظتي افسر سره د مرکې پر مهال دا مهمه ده چې د هغو مشکلاتو په اړه خبرې وکړې د کومو نه چې ته د یو LGBTQI تن په توګه راتښتېدلی یې.

ایا تاسو ته مشکله ده چې خپله کیسه سړي یا ښځې ته وکړئ؟ د DVZ/OE په ټولپوښتنه لیکلی شې چې آیا ته د مرکې لپاره نارینه که ښځینه حفاظتي افسر یا ترجمان غواړې. CGVS/CGRA به ستاسو د غوښتنې د پوره کولو کوښښ کوي. خپل ټولنیز کارمند نه غوښتنه وکړه چې په دې اړه درسره کومک وکړي.

د ثبوت وړاندې کول

د مرکې نه مخکې، دا خبره یقیني کړه چې د لاندې شیانو په اړه څومره زیات معلومات او اسناد چې ممکن وي راغونډ کړې

حفاظتي افسر به ستا د جنسي میلان په اعتبار ستا د بیانونو او ثبوت پر اساس تفتیش وکړي. CGVS/CGRA د جنسي عملونو عکسونه یا ویډیوګانې د ثبوت په توګه نه قبلوي. حفاظتي افسر به په دې هم تفتیش وکړي چې آیا ستا اصلي وطن کې تعقیب نه ستا ډار جواز لري که نه.