خلکو باندې سلام کول

بلجیم کې یو چا باندې سلام څنګه کوې؟

د سترګو تماس ورسره ونیسه

د سترګو تماس نیول بلجیم کې د خوش اخلاقۍ یوه طریقه ده.

فاصله وساته

خلکو ته ډېر نږدې مه ودرېږه. په بلجیم کې دا عامه ده چې یو چا نه 1 میټر لیرې ودرېږې. که ډېر ورنږدې شې، نو هغه بل نفر ته ښايي دا تهدید یا اشغال ښکاره شي.

په کتار کې هم باید نورو خلکو ته ډېر نږدې ونه درېږې.

د کورونا ویروس اقدامات
خپل ځان او نور خلک د کرونا ویروس پروړاندې محافظت کړئ: 1.5 متر فاصله د نورو خلکو سره وساتئ، نور خلک مه لمس کوئ او په هغه ځایونو کې چې خوندي فاصله نشئ ساتلی هلته ماسک واغوندئ.

خلکو باندې سلام کول