کرونا ویروس: خپل ځان او نور خلک محافظت کړئ
خپل ځان او نور خلک د کرونا ویروس پروړاندې محافظت کړئ: خپل لاسونه په صابون ووینځئ، نور خلک مه لمس کوئ او په هغه ځایونو کې چې خوندي فاصله نشئ ساتلی هلته ماسک واغوندئ.
د هرکلي مرکزونو کې د پاتې کیدو پرمهال د کرونا ویروس پروړاندې خپل ځان محافظت کړئ:
- هره ورځ ډېر ځلې خپل لاسونه په صابون ووینځئ
- ټوخی یا پرنجی په کاغذي دستمال یا خپله څنګل کې وکړئ
- دستمالي کاغذونه استعمال کړئ او هغه د کثافاتو داسې ډبه کې واچوئ چې سر لري
- خپل مخ باندې لاس مه وهئ
- نورو خلکو ته لاس مه وروړئ
- مریضو خلکو سره په تماس کې کېدو څخه ډډه وکړئ
- 1.5 میتر فاصله وساتئ
ویډو «د کرونا ویروس پروړاندې خپل ځان محافظت کړئ»
کله باید ماسک واغوندې؟
په هغه ځایونو کې چې د نورو خلکو نه د ځان محافظت کولو لپاره اړین فاصله (1.5 میتر) ساتل ممکن نه وي لکه دوکان یا ښوونځي کې، هلته ماسک واغوندئ. د 12 کلونو نه کم عمر لرونکي ماشومان اړ ندي چې ماسک واغوندي.
د ماسک اغوستل په بلجیم کې جبري دي
- په عامه ټرانسپورټ (بس، ټرام، ټرین یا میټرو) کې
- په سټیشن او د بس په تمځای کې
- په پلورنځیو او مارکیټونو کې
- په میوزیمونو، کتابتونونو، سینماګانو او د کنسرت صالونونو کې
- د عبادت ځایونو کې
- په عامه ودانیو کې
- په کافي او ریسټورانټونو کې، په استثنی د میز ته ناستې پرمهال
- د هرکلي مرکز کې، په هغه ځایونو کې چې د 'گمخ ماسک اغوستلو الزامیت نښه ول'
