د پناهندګانو استوګنه

پناهندګانو ته حفاظت لپاره د هغوی د درخواست د معاینې پر مهال استوګنځی ورکول کېدلی شي.

فیدازیل د بلجیم هغه دولتي اداره ده چې د استوګنځي مسوولیت لري هغو کسانو لپاره چې نړیوال تحفظلپاره یې درخواست ورکړی وي.

فیدازیل فقط د استوګنځي غم خوري: هغه نړیوال حفاظت لپاره ستاسو په درخواست پرېکړه نه کوي. حفاظت لپاره ستاسو غوښتنلیک ددې ادارو لخوا کتل کېږي: د مهاجرت دفتر او CGVS/CGRA.

فیدازیل او شریکوالان یې

فیدازیل د استوګنې د ټولو مرکزونو مسوولیت په غاړه لري: اجتماعي مرکزونه او انفرادي استوګنځایونه.

د اصل له مخې، پناهندګانو ته لومړی د استوګنې مرکز کې د اوسېدو ځای ورکول کېږي. په بلجیم کې مختلف د هرکلي مرکزونه شته. دغه مرکزونه د فیدازیل لخوا او یا د فیدازیل د کوم شریکوال سازمان (سور صلیب، کاریتاس انټرنیشنل او داسې نورو) اداره سمبالېږي.

پناهندګانو ته په انفرادي استوګنځي کې هم استوګنه ورکول کېږي. دغه کوچني په اسبابو مجهز اپارتمانونه دي چې د یو ښار یا کلي د ټولنیز خدمت ( CPAS/OCMW) لخوا اداره کېږي.