زمونږ په اړه

د فیدازیل معلوماتو، بلجیم کې پناهندګانو لپاره د معلوماتو نکتې ته پخیر راغلئ! 

دلته تاسې د 8 مختلف موضوعاتو په اړه (په 14 ژبو کې) معلومات مومئ: پناه غوښتنه او طرزالعمل، استوګنه، په بلجیم کې ژوند کول، بیرته ستنیدل، کار، زده کړه، ملتیا نلرونکي ماشومان او روغتیا. د فیدازیل معلومات به تاسو سره د پناهنده په صفت دې کې مرسته وکړي چې د خپل راتلونکي په اړه لارې چارې غوره کړئ.

د فیدازیل معلوماتو کې لټون کول ساده دي: د 8 موضوعاتو نه په یوه کلیک وکړئ یا د لټون اسانو فعالیتونو نه استفاده وکړئ. د
فیدازیل معلومات همداراز د اصطلاحاتو یو توضیحي لیسټ لري په کوم کې چې مونږ مشکل مفهومونه تشریح کوو. او تاسو دا هم کولی شئ چې دفیدازیل معلومات درسره خبرې وکړي: د آډیو په نښه کلیک وکړئ او متن به درته ولوستل شي.

فیدازیل؟ 
فیدازیل بلجیم کې پناهندګانو لپاره فدرالي اداره ده. فیدازیل بلجیم کې د استوګنې د ځایونو مسوولیت په غاړه لري او پناهندګانو لپاره د استوګنې او لارښوونې د کیفیت څارنه کوي.

مونږ همداراز خپل وطن ته په خپل خوښه بېرته تګ تنظیموو. 

په خپله خوښه بیرته ستنیدو په اړه نور معلومات؟ www.voluntaryreturn.be
نور معلومات په فداسیل کې؟ www.fedasil.be

د فیدازیل معلوماتو کې مو کومه غلطي لیدلې؟ 
فیدازیل په هغو معلوماتو کې ډېر احتیاط کوي کوم چې د فیدازیل معلومات کې ښکاره کېږي. که ستاسو په www.fedasil.be کې کوم معلومات صحیح نه وي، نو مونږ به یې د صحیح کولو لپاره خپل پوره کوښښ وکړو.
آیا تاسو کومه غلطي لیدلې؟ info@fedasil.be ته بریښنالیک ولیږئ

د فیداسیل معلومات، بلجیم کې د پناه غوښتونکو لپاره د معلوماتو دریځ