په وخت ځان رسول او د نوبت انتظار کول

په بلجیم کې دا ډېره مهمه ده چې په وخت ځان ورسوې. بلجیمیان درنه همداراز تمه لري چې خپل نوبت ته انتظار وکړې، که انتظار درباندې لازم وي.

د ملاقات لپاره ځان په وخت رسوه

په بلجیم کې دا ډېره مهمه ده چې په وخت ځان ورسوې. که ناوخته ورشې، نو دغه د هغه نفر چې ملاقات ورسره لرې لپاره بې احترامي ده ځکه چې انتظار دې پرې کړی.

که ته فکر کوې چې ناوخته به رسېږې، نو هغه بل نفر ته باید د مخکې نه خبر ورکړې. د مثال په توګه زنګ ورته وهلی شې یا ورته ایس ایم ایس استولی شې. دا د هرکلي په مرکز یعنې کمپ کې، کار کې، مکتب سره، ښاروالۍ کې او همدارنګه انډیوالانو سره هم په ملاقاتونو کې مهم دي.

که ته ناوخته ورورسېږې، نو هغه نفر چې تا ورسره ملاقات لرلو ښايي دغه وخت نور تا سره کومک یا خبرې کول ونه غواړي. 

هغوی اکثر د مخکې نه بل چا سره ملاقات لري. په تا به بیا ضروري وي چې یو نوی ملاقات جوړ کړې.

قطار کې انتظار کول

کاري وختونه معلوم کړه

په ښاروالۍ، CPAS/OCMW یا د هرکلي مرکز یعنې کمپ کې تقریباً ټول خدمتونه کاري وختونهلري. ته دې خدمتونو ته یوازې هغه وخت لاسرسی کولی شي چې دوی خلاص وي. ته د کاري ساعتونو نه بېرون همداسې په خپل سر وخت ناوخته نشې ورتللی. هلته کارکوونکي په نورو وختونو کې نورې چارې ترسره کوي (اداره، ملاقاتونه، زنګونه).

خپل نوبت ته انتظار

که په تا باندې نوبت ته انتظار کول وي، نو په بلجیم کې رواج دی چې کتار جوړ کړی شي یا د خپل نوبت ټکټ واخلې. کله چې ته ورورسې نو باید د کتار په اخر کې ودرېږې. مخې ته د تللو زور مه کوه او خلک مه ټېله کوه.

ځینې خدمتونه، لکه ښاروالي، شفاخانه یا د پوسټ دفتر د نوبت په ټکټ سیسټم کار کوي.

کله چې ته ورورسېږې نو اول باید د لمبر ټکټ واخلې. د انتظار په اطاق کې یوه لوحه وي چې هلته لمبرې راښکاره کېږي. فقط هغه وخت چې په تخته ستا لمبر راښکاره شي نو ستا نوبت به وي.