مرکزي حکومت

په بلجیم کې یو حکومت داسې دی چې هغه د هیواد په اړه په مجموع کې پرېکړې کوي: فدرالي حکومت.

په فدرالي دولت کې زیات نه زیات 15 وزیران وي، ځینې وختونه یې د دولت د سکرتر لخوا مرسته کېږي. هغوی د هیواد لپاره په مجموع کې پرېکړې کوي او قوانین ترتیبوي. د هالنډۍ ژبې او فرانسوۍ ژبې د وزیرانو تعداد مساوي وي. د فدرالي حکومت په سر کې لومړی وزیر وي.

فدرالي حکومت څنګه تشکیلېږي؟

د انتخاباتو (هر 5 کلونو کې) نه وروسته هغه سیاسي ګوندونه چې په شریکه په پارلمان کې د ټولو نه زیاتې چوکۍ لري هغوی حکومت تشکیلوي. د اکثریت سیاسي ګوندونه وزیران نوموي. له دې امله وزیران د بلجیم ولس لخوا نېغ په نېغه نه انتخابېږي.

ګڼ شمېر سیاسي ګوندونه

په بلجیم کې یو ګوند تنها هیڅکله په قدرت کې نه وي. مختلفو سیاسي ګوندونو لپاره ضروري وي چې حکومت کې په شریکه کار وکړي، چې دې ته مونږ ایتلاف وایو.

فدرالي حکومت د کومو شیانو پرېکړې کوي؟

فدرالي حکومت په مهمو مسئلو لکه امنیت، ټولنیز امنیت، صحت عامه، خارجه چارې، عدالت، مهاجرت، دفاع، وغیره پرېکړې کوي. د هرې چارې لپاره یو وزیر یا یو دولتي معین صلاحیت لري.