ماشومان چې مکتب ته ځي

په بلجیم کې هر ماشوم مکتب ته تللی شي، پروا نه کوي چې تابعیت یې هر څه وي او د اقامې وضعیت یې هر څنګه وي. په بلجیم کې د 5 نه تر 18 کلونو پورې ټولو ماشومانو لپاره ښوونځی جبري دی.

مکتبونه کله خلاص وي؟

مکتبونه د دوشنبې نه نیولې تر جمعې پورې، د 1 سپتمبر نه تر 30 جونپورې خلاص وي.

  • مکتبونه عموماً د سهار په 8.30 بجې شروع کېږي او د ماسپښین د 3 او 5 ترمینځ رخصتېږي.
  • مکتب د دوشنبې په ورځ غرمه 12 بجې رخصتېږي.
  • د شنبې او یکشنبې په ورځ مکتب نه وي.
ماشومان په صنف کې

د مکتب رخصتۍ

په کال کې 4 ځلې د مکتب رخصتیانې وي: په دې وختونو کې بلجیم کې ټول مکتبونه بند وي:

  • د مني رخصتي (1 هفته)
  • د کرسمس رخصتي (2 هفتې)
  • د پسرلي نیمه-ټرم (1 هفته)
  • د عیدپاک رخصتي (2 هفتې)

د ملي رخصتیو په ورځو مکتب نه وي.

ماشوم دې په مکتب کې داخلول

  • د 3 او 5 کلونو ترمینځ عمر لرونکي غیر بلجیکي ماشومان کولی شي په بلجیم کې د هغوی د لومړۍ ورځې نه ښوونځي ته لاړ شي.
  • د 5 او 18 کلونو ترمینځ ماشومان باید د ښاروالۍ سره د نوم لیکنې وروسته نهایتآ په 2 میاشتو کې په ښوونځي کې داخل شي.
  • حتی هغه ماشومان چې قانوني اقامه نلري بلجیم کې مکتب ته تللی شي. مکتب اجازه نلري چې هغوی نه انکار وکړي.

د مکتب ژبه: هالنډي یا فرانسوي

که ماشومان په هالنډۍ یا فرانسوۍ ژبه خبرې نشي کولی، یا پکې رواني نلري، نو هغوی مکتب کې د هغوی په درجه جوړو شوو درسونو حق لري:  د هرکلي درسونه یا 'OKAN' درسونه، د بلې ژبې د ماشومانو لپاره د هرکلي درسونه. کله چې هغوی په ژبه باندې په کافي روانۍ خبرې کولی شي، نو بیا عادي درس ته تللی شي.

  • که ته په فلاندرز کې ژوند کوي، نو ماشومان به دې په یو داسې مکتب کې درسونه وايي چې په هالنډۍ کې درسونه ورکول کېږي.
  • که ته په والونیه کې ژوند کوې، نو ماشومان به دې په فرانسوۍ کې درسونه وايي.
  • که ته په برسلز کې ژوند کوې، نو ماشومان دې د هالنډۍ یا فرانسوۍ ژبې مکتب ته تللی شي.

د مکتب مصارف

مکتب وړیا دی، د وړکتون نه نیولې د 18 کلنۍ پورې مکتب. خو په تاسو به لازمه وي چې ځینې اضافي مصارف ادا کړئ: د مکتب ماښامي، د مکتب سفرونه، وغیره. که ته د هرکلي په مرکز یعنې کمپ کې اوسېږې، نو فیدازیل به ستا د مکتب مصارف ورکوي. که ته ددې مصارفو په ادا کولو کې مشکل سره مخ یې نو د تعلیمي امتیاز لپاره درخواست ورکولی شې.

د مکتب په اړه پوښتنې؟

  • په هر هرکلي مرکزکې یو سکول کونسلر شته کوم چې موروپلار او ماشومانو ته مشورې ورکولی شي که چیرته هغوی د مکتب په اړه پوښتنې لري. دې باره کې خپل سوشل ورکر سره خبرې وکړه.
  • ته مکتب کې د معلم سره یو ملاقات جوړولی شې. که په هالنډۍ یا فرانسوۍ ژبه نه پوهېږې نو بیا څه؟ د کوم دوست یا د فامیل د غړي نه وغواړه چې د ترجمانۍ کومک درسره وکړي.