خپل هیواد ته دې بېرته ستنېدل

هغ خلک چې خپل هیواد ته ستنېدل غواړي فیدازیل نه د کومک غوښتنه کولی شي.

دا ستا انتخاب دی

که ته خپل هیواد ته بېرته ستنېدل غوره کړې، نو دغه داوطلب ستنېدلدي، او نه جبري ستنېدل.

دغه ستاسو خپله پرېکړه ده او ازاد یې چې خپل ذهن بدل کړې او د نه تګ پرېکړه وکړئ.

تاسو د تللو پرېکړه د پناهندګۍ د پروسیجر پر مهال کولی شئ او یا کله چې منفي ځوابدرکړی شو. هغه خارجي اتباع چې په بلجیم کې وي او هیڅکله یې حفاظت لپاره درخواست نه وي ورکړی هغوی هم داوطلب ستنېدو کې د مرستې لپاره درخواست ورکولی شي.

بېرته تګ لپاره تیاری کول

د بېرته تګ لپاره درخواست څنګه کېږي؟

خپل اصلي وطن ته د بېرته ستېندو لپاره تاسو فیدازیلنه د کومک غوښتنه کولی شئ. فیدازیل ستا د بېرته تګ سفر تنظیموي او پیسې یې ادا کوي. په تاسو لازمه نده چې د الوتکې ټکټ یا د بس ټکټ ورکړئ.

د داوطلب بېرته تګ د درخواست یا نورو معلوماتو لپاره تاسو نېغ په نېغه خپل ټولنیز کارمند سره تماس نیولی شئ.

که تاسو د استوګنې په مرکز کې نه یاست نو تاسې دې وړیا شمېرې 0800/32 745ته زنګ وهلی شئ او فیدازیل یا کوم شریکوال دفتر ته تللی شئ.