د مشکلاتو یا فشارونو له امله تشویشونه

که ته خپل فامیل کې د تشویشونو، جنګونو یا مشکلاتو له امله خوشحال نه یې، نو داسې خدمتونه شته چې کومک درسره کولی شي. د خپلو مشکلاتو په اړه ورسره خبرې وکړه.

د ښځې/خاوند یا ماشومانو سره دې د رابطې مشکلات

که د ماشومانو یا ښځې/خاوند سره دې مشکلات لرې، نو کولی شې یو مشاور سره تماس ونیسې چې هغه به درته غوږ کېږدي او د کومک کولو هڅه به وکړي. مشاور د مسلکي رازدارۍ وظیفه لري: هغه به ستا د اجازې نه غیر هیڅ معلومات چاته ورنکړي.

  • که ته فلاندرز یا بروسل کې ژوند کوې، نو په مشکلاتو دې Centra voor Algemeen Welzijnswerk (CAW) (د عام ټولنیز کار مرکزونه) سره یا Centra voor Integrale gezinszorg (CIG) (د کورنۍ لپاره د هماهنګې پاملرنې مرکزونه) سره خبرې کولی شې.
  • په والونیه کې د اعتباري کسانو خدمتونه هم شته. د هرکلي په مرکز یا کمپ او یا ستا د ښاروالۍ په CPAS/OCMW کې ستا سوشل ورکر درسره په دې کې نور کومک کولی شي.

مالي مشکلات یا قرضې

که ته مالي مشکلات یا قرضې لرې، نو ته د قرض د ثالثۍ خدمت سره تماس نیولی شې، چې هغه به درسره د حل لارو په پیدا کولو کې کومک وکړي. د قرض د ثالثۍ خدمت د خپلې ښاروالۍ یا خپل ښار په CPASکې موندلی شې.

په رشته کې تاوتریخوالی

تاوتریخوالی په بلجیم کې نه منل کېږي. که ته د کورني تاوتریخوالي قرباني یې، نو باید چې یو اعتباري نفر یا یو مشاور په جریان کې واچوې.

  • که ته د هرکلي په مرکز یعنې کمپ کې ژوند کوې، نو د مشکلاتو په اړه دې یو سوشل ورکر یا د مرکز دننه یو اعتباري نفر سره خبرې وکړه.
  • که ته د هرکلي په مرکز یعنې کمپ کې زندګي نه کوي، نو ته د خپلې ښاروالۍ د CPAS/OCMW څخه او یا خپله منطقه کې د CAW څخه کومک غوښتلی شې. او یا وړیا تلیفوني شمارې 1712 ته زنګ ووهه.
  • تاسې کولی شئ د لاسرسي ویب پاڼې له لارې په خپله ژبه د یوه ټولنیز کارمند سره وغږیږئ: www.we-access.eu/chat-with-us
ویډیو «په اړیکه کې تاوتریخوالی» (لاسرسی)