د خلکو، څاروو او طبیعت احترام

احترام په بلجیم کې یو مهم اساس دی. ته باید د قانون، نورو خلکو، څاروو او املاکو احترام وکړې.

یوشانتیاوې او فرقونه

بلجیم تمه لري چې تاسو د هغو اساسي ارزښتونو او حقونو احترام وکړئ کوم چې مونږ یې په شریکه لرو. بلجیم همدارنګه توقع لري چې ته د فرقونو احترام وکړې: خلک د ژوند مختلفې طریقې، د خوراک کولتورونه، کالي، دین لري.

د قانون احترام

په هر چا لازمه ده چې د بلجیم قانون وپېژني او عمل پرې وکړي.

د خلکو (بالغانو او ماشومانو) احترام

  • ته بل چاته نقصان نشې رسولی (فزیکي، عاطفي، رواني، او جنسي تاوتریخوالی غیرقانوني دي).
  • ته نور خلک محرومولی نشې (تبعیض او راسیزم غیرقانوني دي).
  • د نورو خلکو د خواب د ساعتونو احترام وکړه (د شپې شور کول منع دي).
  • د نورو خلکو د محرمیت احترام وکړه (ته بې له اجازې عکسونه نشې اخیستلی او شریکولی).
  • د یو بل احترام وکړئ (په بس کې حامله ښځو او د زیات عمر والا بوډاګانو ته خپل سیټ خوشې کړه).
  • که چیرته ملاقات لرې نو احترام وکړه او په وخت ځان ورورسوه.

د څاروو او املاکو لپاره احترام

  • ته د نورو خلکو املاکو یا ساختمانونو ته زیان نشې رسولی او نه یې تخریبولی شې.
  • د څاروو باید پاملرنه وشي (اوبه، خواړه، سرپناه) او په هغوی تاوتریخوالی نشې کولی.
  • کثافات په عامه سرکونو مه غورځوه، بلکې د کثافاتو په ډبه کې یې اچوه.
  • د نورو د شخصي املاکو احترام وکړه. ته د بل چا په باغچه کې متیازې نشې کولی، ګندونه پکې نشې غورځولی، ګلان ترې نشې شوکولی او خوراک پکې نشې کولی.