د هرکلي مرکز

په بلجیم کې د خپل د پناهندګۍ درخواست د ثبتولو وروسته، تاسو کولی شئ د فیدازیل د هرکلې په مرکز کې د استوګنې ځای ترلاسه کړئ. 

د Arrival Centre (هرکلي مرکز) چې په بروکسل کې په 'Petit-Château' کې موقعیت لرې د فیدازیللخوا اداره کېږي، کومه چې یوه دولتي اداره ده. 

د هرکلې په مرکز کې، تاسو به د هغه ګامونو په اړه معلومات سره یو معلوماتپاڼه (بروشور) ترلاسه کړئ په هغه کې ټولې لازمې معلومات شتون لري. دغه معلوماتپاڼه په ډېرو ژبو کې موجوده ده.

د Fedasil کارمندان به تاسو څخه ستاسو د وضعیت په اړه ځینې پوښتنې وکړي. ستا به یوه طبي معاینه هم ترسره شي تر څو د روغتیا وضعیت مو معلوم شي. مونږ به همداراز ستاسو د سږو یو ایکسری وباسو چې وګورو ایا تاسو نری رنځ لرئ که نه.

د استوګنې ځای

د هرکلي په مرکز کې فیدازیل کارمندان به ساتنې لپاره ستا د درخواست د ارزولو پر مهال دا چې آیا تاسو د استوګنځي مستحق یې که نه چک کړي. که مستحق یې نو فیدازیل به تاسو ته د هرکلې په مرکز کې لومړنۍ استوګنځۍ وړاندیز کړې یا درته په یو بل مرکز کې استوګنځی درکړي. تاسو به دلته په لنډمهاله توګه واوسیږئ.

ستاسو د استوګنې په جریان کې، موږ به تاسو ته په بلجیم کې د استوګنې په یوه بل ځاۍ کې یو ځاۍ غوره کړو چې ستاسو د وضعیت سره مناسب وي.

د هرکلي مرکز ته څنګه باید لاړ شې؟

د هرکلي مرکز د بروکسل په مرکز کې دی: Rue de Passchendaele 2 – 1000 Brussels

آیا تاسو بلجیم کې د خپل وضعیت په اړه کومه پوښتنه لرئ؟

د Fedasil Info Point  کې تاسو کولی شئ  د حقوقې مسلو، ستاسو د پناه غوښتنې طرزالعمل، کار، تعلیم او روزنې، اداري طرزالعملونو، بیرته راستنیدو مرستې، طبي او رواني مرستې او مادي ملاتړ په اړه پوښتنې وکړئ.

تاسو هلته نشئ کولی د استوګنې ځای غوښتنه وکړئ، د دې لپاره تاسو باید د استوګنې لپاره د انتظار په لیست کې نوم لېکنه وکړئ.


Fedasil Info Point

د Fedasil Info Point (فیدازیل د معلوماتو دفتر) د دوشنبې نه تر جمعې پورې، د سهار د 9 بجو نه د ماسپښین تر 1 بجې پورې خلاص وي.
Rue Héger-Bordet 3, 1000 Brussels

ټیلیفون: 0800 32 746  (د ماسپښین له 1 بجې څخه تر 4 بجو پوري)