واده او نورې رشتې

په  بلجیم کې واده کول یو ازاد انتخاب دی، ته په خپله دا تصمیم نیسې چې ایا واده کول غواړې که نه او که غواړې یې نو چا سره. زمونږ هیواد کې د یو جنس خلک هم یو بل سره واده کولی شي. دواړه پارټنران باید لږ تر لږه 18 کلن وي.

واده په بلجیم کې

  • واده یو ازاد انتخاب دی. په بلجیم کې ته د خپلې خوښې او انتخاب د پارټنر سره واده کولی شې. جبري واده – کله چې یو یا دوه پارټنران په زور او د هغوی د خوښې خلاف یو بل سره واده کېږي - غیر قانوني دی.
  • د واده کولو لپاره دواړه پارټنران باید لږ تر لږه 18 کلن وي.
  • سړي او ښځې یو بل سره واده کولی شي، خو دوه ښځې هم یو بل سره واده کولی شي، او دوه سړي هم.
  • که چیرته دې پارټنر د فامیل نه وي نو تل ورسره واده نشې کولی. د خپل ورور یا خور، کاکا یا ماما بچي، کاکا یا ترور او ماما یا مامۍ سره واده نشې کولی.
  • کله چې د دوو واده کوونکو کسانو څخه یو فقط ددې هدف لپاره واده کول غواړي چې د اقامې حق ترلاسه کړي، او یو بل سره د پارټنر په توګه ژوند نه کوي، نو دې ته جعلي وادهویل کېږي. که د ښاروالۍ چارواکی په دې باور وي چې یو واده جعلي دی نو هغه د واده د ثبتولو نه انکار کولی شي.
  • واده په هغه صورت کې رسمي دی چې د قانون له مخې ترسره شي (ملکي واده). ودونه د ښاروالۍ په صالون کې ترسره کېږي. په تا لازمه نده چې مذهبي واده وکړې، خو که غواړې نو کولی شې.
واده د قانون په وړاندې

شریک اوسېدل

په بلجیم کې سړي او ښځې د واده کولو نه غیر یو بل سره شریک اوسېدلی شي، او کولی شي چې یو کور یې وي او ماشومان ولري. د یو قرارداد کولو امکان شته تر څو پارټنران د قانون له مخې هماغه حقونه ولري کوم چې واده کوونکي خلک یې لري. دا قرارداد د شریک اوسېدلو قرارداد دی.

رشتې په بلجیم کې

  • په بلجیم کې د واده کوونکو خلکو شمېر کم شوی او نور هم کمېږي.
  • بلجیمیان د تېرو وختونو نه اوس کم ماشومان پیدا کوي. دا اکثر یو ازاد انتخاب وي.
  • ځینې جوړې جدا کېږي (طلاق) او د خپلو ماشومانو سره جلا ژوند کوي.
  • که فقط یو مور یا پلار د ماشومانو سره (فقط د مور یا پلار فامیل) د یو بل داسې مور یا پلار سره چې ماشومان لري ژوند شروع کړي، نو هغوی د یو نوي جوړښت فامیل تشکیلوي.