بالغانو لپاره مسلکي روزنه

که ته مسلکي روزنه ترسره کوې، نو ته به یو (نوی) مسلک زده کړې. د مثال په توګه ته به ددې اساسي مهارتونه زده کړې چې د یو اشپز کومکي، د خښتو مستري یا صفايي کوونکی جوړ شې.

په تېزۍ د یو مسلک زده کول

د 6 میاشتو او 1 یو کال ترمینځ وخت والا د مسلکي روزنې کورسونه یوه شهادتنامه یا دپلوم درکوي تر څو کارفرمایانو ته معلومه شي چې تا دغه مهارتونه زده کړي دي. د روزنې پر مهال ته په عموم کې یو شرکت کې د شاګردۍ کورس ترسره کوې. د شاګردۍ ددغې کورس پر مهال به ته د کار په ځای کې دغه مسلک زده کړې. همداراز ته د کارفرما سره اشنا کېږې او کارفرما تا سره اشنا کېږي. په نتیجه کې ددې بهتر چانس شته چې کارفرما درته وظیفه پیشنهاد کړي.

مسلکي روزنه کې ځان داخلول

ته د هغه وخت نه چې د کار کولو اجازه ولرېخپل ځان په یوه مسلکي روزنه کې داخلولی شې:

دې لپاره لاندې ادارو سره تماس نیولی شې:

  • VDAB په فلاندرز او برسلز کې د هالنډۍ ژبې د روزنیزو کوررسونو لپاره
  • Bruxelles Formation (برسلز)
  • Forem (برسلز او والونیا) د فرانسوۍ ژبې د روزنیزو کورسونو لپاره

د روزنیزو کورسونو مختلف ډولونه

د مسلکي روزنې مختلف ډولونه شته: د نجارۍ او ساختماني کار، فلزکاري، کمپیوټر ساینس، هوټلونه او د مېلمستیا اسانتیاوې، خواړه، ټرانسپورټ، روغتیا پاملرنه، صفايي، وغیره.

د روزنې مصارف

د مسلکي روزنې پر مهال د سفر مصارف VDAB او Forem ورکوي. د نړیوال حفاظت د درخواست دهنده یا د قبول شوي مهاجر په صفتاکثر په تا د کورس فیس ورکول نه راځي.

ایا لا زیاتو معلوماتو یا کومک ته ضرورت لرئ؟

ایا غواړې چې یو د مسلکي روزنې کورس ترسره کړې؟

  • په VDAB، Forem یا Bruxelles Formation کې خپل سوشل ورکر یا د رابطې نفر نه د کومک غوښتنه وکړه.
  • ته په هر ښار کې د VDAB یا Forem یو دفتر پیدا کولی شې، چیرته چې د ملاقات لپاره وخت اخیستلی شې.