سرپناه ته اړتیا لرئ؟

آیا د استوګنې د ځای حق نه لرئ او د یو داسې ځای په لټون یاست چې په محفوظ چاپېریال کې ویده شئ؟ بلجیم کې مختلف سازمانونه محتاجو خلکو سره کومک کوي او سرپناه ورکوي.

د بې سرپناه خلکو د سرپناه ادارې لاندې کومکونه کوي:

  • د ویده کېدو ځای
  • د لمبلو او نظافت اسانتیاوې
  • د کالیو د مینځلو لپاره ماشین
  • خواړه
  • المارۍ
  • ملاتړ

د بلجیم په مختلفو ښارونو کې داسې ځایونه شته چې بې کوره خلک پکې ویده کېدلی شي. په ژمي کې، کله چې بلجیم کې یخني وي، نو د استوګنې اضافي ځایونه موجود وي. هغه خلک چژ د سړک په غاړه ویده کېږي هلته شپه تېرولی شي.

تاسو نه پوهېږئ چې چیرته لاړ شئ؟

په خپله منطقه کې CPAS/OCMW یا CAW ته لاړ شئ. هغوی به درسره کومک وکړي او یو د بې کوره خلکو سرپناه ته به مو مراجعه کړي.

د بي کوره کسانو لپاره په بروکسیل کي سرپناه

بروکسل کې د ویده کېدو د ځای لپاره کولی شئ چې SamuSocial ته لاړ شئ. 

  • د خوب ځاۍ په انلاین توګه ونیسئ: https://0800.samusocial.be
  • یا وړیا شمیرې ته زنګ ووهئ 0800/99 340 ترڅو د خوب ځاۍ ونیسئ (د سهار له 10 بجو څخه د مازدیګر تر 4 بجو پوري). 

د حمام کولو، خپلو کالیو مینځلو، یا ویښتو کمولو لپاره، کولی شئ چې DoucheFLUX ته لاړ شئ.