لټون
د بې کارۍ مرسته
د هغه چا لپاره مالي ملاتړ چې د کار په لټون وي.
د عمر معاینه
که د مهاجرت دفتر یا د سرپرستۍ خدمت په دې اړه شک ولري چې ستا عمر د 18 نه کم دی، نو د سرپرستۍ خدمت به یوه د عمر معاینه ترسره کړي. د عمر معاینه په یو روغتون کې یوه طبي معاینه ده په کومه کې چې یو ډاکټر ستا عمر معلوموي.
هرکلی
نړیوال حفاظت لپاره درخواست ورکوونکي د بشپړ پروسیجر پر مهال د مادي مرستې (هرکلي د ځای) حق لري.
ټولنه کې د ادغام پروګرام
که تاسو ته بلجیم کې د اقامې حق درکړی شي، نو تاسو یو د ادغام پروګرام کولی شئ، یا په ځینو حالتونو کې لازمه ده چې وې کړئ. دا یو کورس دی چې په کوم کې تاسو بلجیم کې د ژوند کولو، کار کولو او زده کړې په اړه زده کړه کوئ. تاسو ته ستاسو د حقونو او مکلفیتونو په اړه معلومات درکول کېږي. ټولنه کې د ادغام کورس تاسو په هالنډۍ/فرانسوۍ یا بله ژبه کې کولی شئ.
شکایت
یو استوګن یو شکایت داخلولی شي که چیرته راضي نه وي د استوګنې د مرکز د اوسېدو د شرایطو نه او یا هغو خدمتونو نه چې وړاندې کېږي. که چیرته هغه موافقه نه کوي د بندېز یا مجازات سره او یا د ورکړل شوې صحي مرستې سره، نو هغه درخواست ورکولی شي او شکایت داخلولی شي.
د کور قوانین
د استوګنې د مرکز کورني قوانین د هر استوګن حقونه او مکلفیتونه واضح کوي.
مجازات یا بندېز
یو اداري مجازات کوم چې هغه وخت درکول کېږي چې د استوګنې د مرکز د کور د قوانینو خلاف ورزي وکړې.
د پیسو (ریکویزټوریوم) لپاره درخواست کول
که تاسو د پناهندګۍ د پروسیجر پر مهال د استوګنې په مرکز کې نه اوسېږئ، نو په تاسو لازمه ده چې ډاکټر ته د تللو په خاطر د صحي مصارفو د ورکولو لپاره فیدازیل ته د پیسو د ادا کولو د مکلفیت (غوښتونکی لیک) لپاره درخواست ورکړئ.
غیر موجودګي
نړیوال حفاظت لپاره یو داسې درخواست کوونکی چې د اوسېدنې مرکز کې نه بلکې په یو شخصي ادرس اوسېږي.
د انسانانو کاروبار
د انسانانو کاروبار، چې اکثر عصري غلامي ګڼل کېږي، په ډېرو برخو کې د خلکو ناجایز استعمال دی. په دې کې جنسي ناجایز استعمال (اکثر د فحاشی په توګه) او همداراز اقتصادي ناجایز استعمال (د کار له لارې) دواړه پکې شامل دي.
آیا ته د مهاجر په صفت قبول شوی یې او عمر دې د 16 کالو نه زیات دی؟ نو بیا ته د ځانته اوسېدلو غوښتنه کولی شې.
کله چې ته نړیوال حفاظتلپاره خپل درخواست راجستر کوې، نو ته باید ووایې چې عمر دې څومره دی. که چیرته د مهاجرت دفتر یا د سرپرستۍ خدمت ستا د عمر په اړه شک لري، نو درته وبه وايي چې ته یوه د عمر معاینه ترسره کړې.
ستاسو د پناهندګۍ د پروسیجر پر مهال تاسو خارج ته سفر نشئ کولی. کله چې تاسو ته د مهاجر په صفت قبولي درکړی شوه، تاسو بیا سفر کولی شئ، خو خپل اصلي وطن ته یې نشئ.
د قبول شوي مهاجر په صفت، د خپل کور تر څنګ تاسو دې ته هم ضرورت لرئ چې خپل د ژوند ضرورتونه هم پوره کړئ: خواړه، بخارۍ، برق، اوبه، او داسې نور. دا خبره یقیني کړئ چې میاشتنۍ کرایه مو ډېره جیګه نه وي، تر څو د ژوند کولو لپاره کافي ولرئ.
ایا ته داسې صحي مشکلات لرې چې مرکه دې ښايي پیچلې کړي؟ دې باره کې خپل سوشل ورکر سره خبرې وکړه.
د نړیوال حفاظت یا پناهندګۍ د درخواست دهنده په صفت ته داوطلب کار کولی شې. دا نوو خلکو سره د لیدلو، د ژبې د زده کولو او نوو تجربو ترلاسه کولو یوه ښه طریقه ده.
په ځینو خاصو حالتونو کې او د ځینو خاصو شرایطو لاندې، د بلجیم چارواکي ښايي خارجي اتباع په توقیف خانهکې قید کړي.
تاسو په بلجیم کې د نړیوال خوندیتوب (پناه غوښتنې) لپاره یو درخواست درج کړی او تاسو د ځان سره ماشومان هم راوستي دي. بلجیم ستاسو ماشومان په پام کې نیسي.
بلجیم یو وړیا خدمت لري چې د ټولو هغو ماشومانو چې عمر یې د 3 کلونو نه کم وي د روغتیا نظارت کوي. ته د خپل حمل، د ماشوم یا ماشومې د رُشد او د هغه یاا هغې د غټولو په اړه هم پوښتنې کولی شې.