قانوني معیارونه او ټولنیز نورمونه

معیارونه او نورمونه هغه د چلند مقررات دي چې هر څوک یې باید په مشخصو وضعیتونو کې احترام وکړي. یو معیار په واضح ډول تعینوي چې ته څه کولی شې او څه نشې کولی.

قانوني معیارونه

هغه معیارونه چې په قانونسازۍ کې تعین شوي قانوني معیارونه دي. بلجیم کې په ټولو اوسېدونکو لازمه ده چې د قانون او قانوني معیارونو احترام وکړي. که ته ددې معیارونو پابندي ونکړې، نو کېدی شي چې جزايي شې (جریمه شې یا زنداني شې).

ټولنیز نورمونه

ټولنیز نورمونه په قانون کې ندي ځای کړی شوي، خو هر څوک درنه تمه لري چې ته هغه وپېژنې او احترام یې وکړې. دا مهمه ده چې ته ددې بلجیمي نورمونو سره اشنا شې. که ددې معیارونو او نورمونو احترام ونکړې، نو نور خلک به ستا د چلند په اړه منفي قضاوت وکړي.

بلجیم کې د چلند مهم مقررات

  • ډېر په جیګ غږ چیغې مه وهه یا خبرې مه کوه (په جیګ غږ خبرې کول = بداخلاقي)
  • نور خلک د هغوی د خوښې نه غیر مه لمس کوه یعنې لاس ورسره مه لګوه.
  • ټاکلي ملاقات ته ناوخته مه ورځه. که نشې ورتللی نو خلکو ته د مخکې نه خبر ورکړه چې نشې ورتللی.
  • په عامه ځایونو کې تشې متیازې کول غیر قانوني دي. حاجت فقط په تشناب کې پوره کوه، بل هیڅ ځای کې نه.
  • تشناب ته د تللو نه وروسته: تشناب باندې اوبه خوشې کړه او لاسونه دې ووینځه.
  • د خوراک په وخت کې دې خوله بنده ساته او کوښښ وکړه چې د خوراک په وخت کې ډېر شور ونکړې.