په توقیف خانه یا زندان کې پروسیجر

که ته په زندان یا یوه توقیف خانه کې یې او غواړې چې نړیوال حفاظتلپاره درخواست ورکړې، ضروري ده چې د زندان یا توقیف خانې د رییس سره تماس ونیسې.

د زندان یا توقیف خانې رییس به درته حفاظت لپاره د درخواست په اړه اړین معلومات درکړي. ته همداراز یو وکیل یا هغو سازمانونو چې زندانونو یا توقیف خانو څخه لیدنه کوي د مرستې غوښتنه کولی شې.