هویت او جنسیت

د یو شخص په جنسی هویت اوجنسې تمایل کې مختلف توپیرونه ممکن دي. دا مهمه ده چې دې توپیرونو ته درناوی وشي او په خپل منځ کې د یو بل سره تفاهم موجود وي.

بلجیم هڅه کوي چې د هرچا د جنسې هویت  او جنسي تمایل ته درناوی وکړي او ومني. د جنسی هویت او جنسي تمایل مختلف توپیرونو تعریف کولو لپاره ، موږ د LGBTQIA+ عمومې اصطلاح کاروو. 

رنګین کمان بیرغ
د رنګین کمان بیرغ سمبول د ټولې LGBTQIA+ ټولنې څخه استازیتوب کوي

LGBTQIA+ مخفف مانا داده:
همجنس باز  
کله چې یو څوک د یوې میرمنې یا غیر بائنري شخص په توګه پیژني او په عشق/ جنسي توګه نورو میرمنو ته تمایل لري. 
همجنس باز/هوموسکشول
کله چې یو څوک په عشق/جنسي توګه د ورته جنسې هویت لرونکي خلک یې خوښیږې. دغه اصطلاح معمولاْ د هغو نارینه وو لپاره کارول کیږې چې د نورو نارینه وو خواته تمایل لري.
دوه جنسه 
کله چې یو څوک په عشق/ جنسي توګه نارینه او ښځینه ته تمایل ولري. دغه تمایل بدلون موندلاۍ شي.
ټرانس جنسیته
کله چې یو څوک د نارینه یا ښځینه جنسي ځانګړتیاو سره زیږیدلی وي، مګر دا ځانګړتیاوې د هغو تمایلاتو سره نه پرتله کیږې کوم چي دغه اشخاص یې لري.(جنسې هویت/ جنسې اظهار). ټرانس جنسیته خلک ممکن جراحي ترسره کړي وي یا د مخالف جنس ته اوښتلو لپاره هورمونونه واخلي، مګر دا تل داسې نه وي. ټرانس خلګ د مقابل جنس په څیر ممکن کالې واغوندې. 
کویر/پوښتنه کوونکۍ 
هغه وخت چې یو څوک د هیڅ ډول جنسیت احساس نه کوي. غیر بائنری خلک یا هغه خلک چې په نا ټاکل شوي جنسیت کې د راحتی احساس کولی شي د کویر په توګه هم پیژندل کیدی شي. 
انټرسکس شخص
د هر چا بدن د جنسی ځانګړتیاوو، هورمونونو، کروموزومونو له پلوه ځانګړی دی. کله چې یو څوک د دواړو جنسونو (نارینه او ښځینه) لږ یا ډیر ځانګړتیاو سره زیږیدلی وي، هغه شخص کولی شي د یو متقابل شخص په توګه پیژندل کیږۍ. 
پرته له کوم جنسې تمایلاتو 
داسې شخص ته ویل کیږې چې د نورو جنسیتونو په مقابل کې هیڅ ډول احساس نلري یا یې په بیل شکل لري. 
+Plus 
د مثبت علامت د نورو ټولو جنسې هویتونو او جنسي تمایلاتو ته اشاره کوي چې تراوسه ندي تشریح شوي. هغه خلک چې یو ځانګړې صفت لري هم د درناوۍ او منلو وړ دي. 

جنسیت لرونکۍ شخص

ایا لا زیاتو معلوماتو یا کومک ته ضرورت لرئ؟ په بلجیم کې د LGBTQIA+ داسې سازمانونه شته چې د هغو کسانو سره مرسته کوې چې د مهاجرت سابقه لري.