خپل درخواست باید چېرته راجستر کړئ؟
- که چېرته تاسو په بلجیم کې یاست: د کډوالۍ اداره (هېواد ته ستاسو له را رسېدو څخه حداکثر 8 ورځې وروسته)
پته: Boulevard Pacheco 44, 1000 Bruxelles (Cube)
- که چېرته تاسو د بلجیم په پوله کې یاست: له پولیسو سره
- که چېرته تاسو په کوم زندان یا د توقیف په مرکز کې یاست: د زندان یا د توقیف د مرکز له ډایرکټر سره.