فلاندر کې زما ډپلومه رسمي کول

آیا تاسو خارجي ډپلومه لرئ؟ NARIC فلاندر د هغو خلکو خارجي ډپلومې رسمي کوي کوم چې فلاندر کې کار یا زده کړې کول غواي.

په فلاندر یا بروکسل کې زده کړو ته د ادامې ورکولو لپاره د یو پوهنتون یا پوهنځي سره نېغ په نېغه تماس ونیسئ.

څنګه خپله ډپلومه رسمي کولی شئ؟

تاسو د دوه مختلفو پروسیجرونو ترمینځ انتخاب کولی شئ:

1. د درجې رسمي کول: NARIC ستاسو د خارجي ډپلومې د درجې په اړه یوه پرېکړه کوي.

  • ددې خبرې د معلومولو لپاره چې ستاسو خارجي ډپلومه د فلاندر د کومې تعلیمي درجې سره معادل ده (مثلاً منځنۍ زده کړې، لوړې مسلکي زده کړې، لېسانس یا ماسټر).
  • د یو خاص وظیفې لپاره درخواست ورکول.
  • په فلاندر کې معادل د لوړو زده کړو کورس نشته.
  • که تاسو د خپل کورس تعلیمي پروګرام نه لرئ (یا یې نور نه لرئ).

2. مشخص رسمي کول: NARIC د فلاندر د یوې مشخصې ډپلومې په اړه پرېکړه کوي کومې سره چې ستاسو خارجي ډپلومه معادل ده.

  • که تاسو غواړئ چې بلجیم کې یو رسمي مسلک کې کار وکړئ، د بېلګې په توګه: د ډاکټر، نرس، معمار، حسابدار وغیره په صفت). رسمي مسلک ته د لاسرسي لپاره په تاسو همداراز لازمه ده چې یوې بلې ادارې ته په مسلکي توګه د رسمې کېدو درخواست ورکړئ.
  • که تاسو د یو حفاظت شوي خطاب څخه استفاده کول غواړئ، د بېلګې په توګه صنعتي انجینیر، تجارتي انجینیر، ملکي انجینیر، ډاکټر، د غاښونو ډاکټر، دواساز، معمار، قابله، ټولنیز کارمند.
  •  که یوه خاص وظیفه باندې کار کولو لپاره د مشخصو زده کړو سند اړین وي.
  • که تاسو د ډاکټرۍ د ډپلومې د رسمي کولو لپاره درخواست ورکوئ.

کوم اسناد؟

دا چې کوم اسناد باید NARIC ته ورکړئ اتکاء یې په پروسیجر ده. د مشخصې ډپلومې د رسمي کولو لپاره د درجې د رسمي کولو څخه زیاتو اسنادو ته اړتیا لرئ. که ستاسو اسناد په هالنډۍ، فرانسوۍ، انګلیسي یا الماني ژبه کې نه وي، نو تاسو باید ترجمه هم ورسره ورزیاته کړئ.

مصارف؟

د ډپلومې د معادل لپاره درخواست هغو کولو لپاره وړیا دي یانې مصارف پرې نه راځي، کوم چې د درخواست ورکولو پر مهال:

  • نړیوال حفاظت لپاره یې درخواست ورکړی وي
  • قبول شوي مهاجر وي یا ورته متبادل حفاظت ورکړی شوی وي
  • یوه غټه برخه ترلاسه کوي او دا د صحي بیمې د بودیجې په یو مدرک سره ثابتولی شي
  • د CPAS/OCMW څخه د ژوند معاش یا داسې کومه ټولنیزه مرسته ترلاسه کوي چې د ژوند د معاش سره برابر وي
  • ټولنه کې د ادغام قرارداد باندې یې د درې کالو نه کمه موده تېره شوې وي
  • د کار لټون کوونکي وي او د VDAB یا ACTIRIS لخوا لېږل شوي وي