لوړې زده کړې

د ثانوي زده کړو د شهادتنامې د ترلاسه کولو نه وروسته ته په پوهنځي یا پوهنتون کې خپلو زده کړو ته ادامه ورکولی شې. د لوړو زده کړو نتیجه د کاربازار لپاره دپلوم وي: معلم، نرسه، حسابدار، وغیره.

لوړو زده کړو کې د داخلې شرایط

  • په بلجیم کې دې د ثانوي زده کړو شهادتنامه ترلاسه کړې وي: ته نېغ په نېغه مکتب سره داخله کولی شې.
  • ته د ثانوي مکتب یا نورو لوړو زده کړو شهادتنامه د بل هیواد نه لرې.
    • د داخلې نه مخکې مکتب نه د اجازې غوښتنه وکړه
    • ته د کورس په ژبه (هالنډۍ، فرانسوۍ یا انګلیسي) کې د کافي روانۍ ثبوت په لاس کې لرې.

د ډاکټر یا غاښونو ډاکټر جوړېدو لپاره، او یا د انجینیرۍ د ځینو خاصو روزنیزو کورسونو لپاره لازمه ده چې اول یو د داخلې امتحان کې کامیاب شې.

د خارجي ژبو د محصلینو لپاره د تیارۍ کال

ځینې پوهنځي یا پوهنتونونه د خارجي ژبو د محصلانو لپاره یو د تیارۍ کال لري او وړاندې کوي.

د تیارۍ په کال کې دا مضامین شامل دي:

  • د هالنډۍ/فرانسوۍ درسونه چې د خارجیانو لپاره جوړ شوي
  • د زده کړې میتودونه
  • ستا د انتخاب زده کړو کې لارښوونه
  • انګلیسي، ریاضي او تحقیق
  • ځینې خاص نور درسونه چې ته یې انتخاب کولی شې.

مصارف

  • ایا د نړیوال حفاظت یا پناهندګۍ لپاره درته تراوسه کوم ځواب ندی درکړل شوی؟ نو بیا د زده کړو د مالي مرسته درخواست نشې ورکولی. په تا به د داخلې د پوره فیس ورکول هم لازمي وي.
  • ایا د مهاجر په صفت قبول شوی یې یا درته فرعي حفاظت درکړل شوی دی؟ ته د زده کړو د مالي مرستې لپاره درخواست ورکولی شې چې د زده کړو یوه برخه پیسې دې ادا کړې. ته همداراز د نورو محصلانو په نسبت د داخلې کم فیس ورکوې.
  • که ته قبول شوی مهاجر یې او عمر دې د 25 کالو نه کم وي، نو ته د ماشوم د منافعولپاره درخواست ورکولی شې. دا یو کوچنی مبلغ دی چې د زده کړو پر مهال ټولو ځوانانو ته ورکول کېږي. د خپل سوشل ورکر نه پوښتنه وکړه چې ایا ته په دې شرایطو پوره خېژې.

په لوړو زده کړو 4 ډوله کورسونه وي

  • HBO5 کورسونه: لنډ، عملي کورسونه
  • د مسلکي لیسانس: 2 نه تر 3 کلونو پورې عملي کورسونه
  • د اکادمیک لیسانس او ماسټر: داسې کورسونه چې یوازې د ماسټر د پروګرام نه وروسته کار ته لاسرسی ورکوي. دا کورسونه کم عملي او زیات د علم په اساس وي.
  • دوکتورا: د ماسټر نه وروسته یو تخصصي کورس. مهم فعالیت یې علمي تحقیق دی.