فامیل سره یوځای کېدل

ته د مهاجر په صفت قبول شوی یې یا درته فرعي حفاظت درکړل شوی دی او غواړې چې فامیل دې بلجیم ته راشي. ددې امکان شته، خو ددې لپاره یو شمېر سخت مقررات دي. فامیل سره د یو ځای کېدو لپاره درخواست ورکولو نه مخکې د قانوني مشورې غوښتنه وکړه.

د فامیل کوم غړي راتللی شي؟

د فامیل د یوځای کېدو په برخه کې د فامیل لاندې غړي بلجیم کې د اوسېدو حق ترلاسه کولی شي:

  • ستا ښځه یا خاوند او یا په قانوني توګه راجستر شوی پارټنر
  • ستا زیرس ماشوم
  • ستاسو داسې بالغ بچي چې معذوري لري
  • موروپلار دې که ته چیرته یوازې او زیرسن یې

فامیل سره یوځای کېدلو لپاره شرطونه

بلجیم ته ستاسو د فامیل د راتګ نه مخکې باید یو شمېر شرطونه پوره کړی شي. ته باید په بلجیم او خپل اصلي وطن کې د اسنادو غوښتنه وکړې او د ترجمه کولو غم یې وخورې. په دوی کې د ټولو نه مهم دا دي:

  • سفري اسناد
  • د زېږون سند
  • نکاح نامه
  • د جنايي سابقې خلاصه
  • طبي سرټیفیکیټونه

فامیل سره د یوځای کېدلو پروسیجر ډېر مصرف لري! که نه پوهېږې چې اسناد څنګه ترلاسه کړې نو د قانوني مشورې غوښتنه وکه له یو وکیل څخه.

فامیل سره یوځای کېدلو لپاره د مهاجر په صفت قبولۍ یا د فرعي حفاظت له ترلاسه کولو وروسته په لومړي کال کې دننه درخواست ورکړه. د 1 کال نه وروسته ضروري ده چې تاسو اضافي شرطونه پوره کړئ:

  • ستاسو د فامیل لپاره کافي د اوسېدو ځای
  • د ژوند کولو مناسب ذرایع (معاش)
  • صحي بیمه

پروسیجر

پروسیجر د 9 نه تر 15 میاشتو په مینځ کې وخت نیسیي. ته فامیل سره یوځای کېدلو لپاره د بلجیم نه یا خارج نه درخواست ورکولی شې.

  • د خارج نه
    په تا لازمه ده چې درخواست د بلجیم یو سفارتکې داخل کړې. د مهاجرت دفتر به دا تصمیم نیسي چې ایا ستاسو د فامیل غړی ویزه ترلاسه کولی شي که نه. په ویزه باندې ستا فامیل بلجیم ته سفر کولی شي. لطفاً یاد وساته: د ویزې معنی دا نده چې فامیل سره یوځای کېدو لپاره ستا درخواست منظور شو!
  • د بلجیم نه
    که ستا فامیل د مخکې نه بلجیم کې وي، نو بیا درباندې لازمه ده چې درخواست په هغې شاروالۍ کې چیرته چې ستا ثابت نام شوی دی داخل کړې. شاروالي به ستا درخواست د مهاجرت دفتر ته واستوي. د مهاجرت دفتر به یو تصمیم ونیسي.

ایا لا زیاتو معلوماتو یا کومک ته ضرورت لرئ؟

فامیل سره د یوځای کېدو د پروسیجر شروع کولو نه مخکې یو وکیل نه د قانوني مشورې غوښتنه وکړه.