د پروسیجر پر مهال خارج ته سفر کول

ستاسو د پناهندګۍ د پروسیجر پر مهال تاسو خارج ته سفر نشئ کولی. کله چې تاسو ته د مهاجر په صفت قبولي درکړی شوه، تاسو بیا سفر کولی شئ، خو خپل اصلي وطن ته یې نشئ.

د پناهندګۍ د پروسیجر پر مهال د سفر کولو اجازه نشته

د نړیوال حفاظت د غوښتونکي په صفت تاسو د خپل پروسیجر پر مهال د بلجیم نه نشئ تللی. ځکه چې تاسو د اوسېدو اقامه نلرئ. ستاسو د ثبت نام سند تاسو ته د اروپا دننه د سفر کولو امکان نه درکوي.

خو، تاسو هر وخت دا پرېکړه کولی شئ چې خپل اصلي وطن ته د ستنېدو لپاره د پناهندګۍ پروسیجر ودروئ. فیدازیل تاسو سره ستاسو د بېرته تګ په تنظیمولو کې کومک کوي او ستاسو د پرواز پیسې ادا کوي.

د قبول شوي مهاجر په صفت سفر کول

که تاسو د مهاجر په صفت قبول شوي یاست او یا مو متبادل حفاظتترلاسه کړی وي، نو بیا تاسو دوباره خارج ته سفر کولی شئ.

د مهاجر په صفت تاسو خپل اصلي وطن ته سفر نشئ کولی. که تاسو خپل اصلي وطن ته سفر وکړئ نو بلجیم ستاسو د مهاجرت قبولي بېرته اخیستلی شي. تاسو به بیا د اروپا دننه خپل حقونه له لاسه ورکړئ.

د سفر لپاره تاسو کومو اسنادو ته اړتیا لرئ؟

  • یو اعتبار لرونکی الکترونیکي د خارجي تبع کارت
  • مهاجرو لپاره سفري سند (ابي پاسپورټ).

ابي پاسپورټ لپاره درخواست ورکول

پاسپورټ لپاره تاسو په هغې ښاروالۍ یا ښار کې درخواست ورکولی شئ چیرته چې تاسو راجستر یاست.

د پاسپورټ د درخواست لپاره تاسو لاندې اسنادو ته اړتیا لرئ:

  • ستاسو اعتبار لرونکی الکترونیکي د خارجي تبع کارت
  • یو د پاسپورټ عکس کوم چې پاسپورټ لپاره په شرطونو پوره وي
  • د فامیلي جوړښت ثبوت (ښاروالۍ نه یې وغواړئ)

ځینې وختونه ځینې خارجي هیوادونو ته د سفر لپاره اضافي اجازه (ویزا) ضروري وي. معلومه کړئ چې کوم هیواد ته تاسو سفر کول غواړئ آیا هغې دپاره ویزې ته اړتیا لرئ که نه.

آیا غواړئ چې خپل اصلي وطن ته بېرته لاړ شئ؟

د فیدازیل 'د 'ستنېدو' دفترونو ته ورشئ

یا دې وړیا شمارې 0800 32 745ته زنګ ووهئ