ازادي

د ازادۍ معنی داده چې د خپل فکر او نظر حق لرې، او ددې حق لرې چې د خپل ځان دفاع وکړې، د خپل دین انتخاب وکړې، د خپل ژوند شریکوال یا پارټنر غوره کړې.

ازادي د قانون برخه ده.

د بلجیم په قانون کې مختلفو ازادیو ته ځای ورکړی شوی دی:

  • د مذهب ازادي: هر څوک ازادي لري چې په هر دین یې زړه غواړي په هغې عمل وکړي یا بې دینه شي.
  • د تعلیم ازادي: موروپلار ازادي لري چې د خپلو بچو لپاره تعلیمي سیسټم غوره کړي
  • د رسنیو ازادي: ورځپانې او نور ژورنالستي کانالونه سانسور کېدلی نشي
  • د بیان ازادي: ددې ازادي چې خپل فکر او نظر بیان کړې
  • د راغونډېدو او یو ځای کېدو حق
  • د شریک آزاد انتخاب: جبري واده په بلجیم کې جنایی جرم دی، د ورته جنس سره د واده حق
  • د خپل ژوند په خپله ټاکلو انفرادي حق: سقط جنین او یوتانازیا (د خپل ژوند ختمول) بلجیم کې د ځینو خاصو شرایطو لاندې ترسره کېدلی شي

د ژوند د طریقې د ازادۍ محدودیتونه

په ازادۍ ځینې محدودیتونه شته: بلجیم توقع لري چې ته د خپلو اعمالو مسئول یې.

ته په دې کې ازاد یې چې د خپل ژوند طریقه غوره کړې، خو ځینې وختونه ځینې خاص چلند یا کالي ښايي د سوء تفاهم، تقبیح یا بندېز سره مخ شي. ځینې مثالونه:

  • بغیر کالیو/لُوڅ ګرځېدل (په عامه ځایونو کې منع دي)
  • په نشه مستېدل (په عامه ځایونو کې منع دي)

د دین په ازادۍ محدودیتونه

  • ته د مذهب ازادي لرې، خو درباندې لازمه ده چې نورو خلکو سره د شریک ژوند مقررات او د هرکلي د مرکز یعنې کمپ او اوسېدو لپاره د محلي مرکز داخلي قوانین او قواعد هم په نظر کې ونیسې.
  • د مذهب په بیانولو دې یو څه محدودیتونه شته.
  • په عامه ځایونو کې د چادرۍ اغوستل منع دي.
  • د مذهبي کالیو یا سمبولونو، لکه د سر پټولو زړوکي، په ځینو مکتبونو او کارځایونو کې د اغوستلو اجازه نشته.

د بیان په ازادۍ محدودیتونه

د بیان ازادي یو مطلق حق ندی. قانون پکې محدودیتونه مشخص کړي دي:

  • په راسیزم او تبعیض بندېز دی (د راسیزم ضد او تبعیض ضد قانون)
  • ضد یهودیت باندې بندېز (هولوکاست نه د انکار قانونسازي)
  • همجنسګرایانو نه په کرکې بندېز
  • ته باید د نورو مذهبونو احترام وکړې