ماشومان لرونکي فامیلونه چې قانوني اقامه نلري

هغه فامیلونه چې واړه ماشومان لري او قانوني اقامه نلري او محتاج وي کولی شي چې په کوم ځای کې اوسېږي د هغه ځای د CPAS/OCMW څخه د مرستې غوښتنه وکړي.

شرطونه

تاسو خپل فامیل لپاره د استوګنې د ځای درخواست ورکولی شئ که چیرې

  • ستاسو د ماشوم عمر د 18 کالو نه کم وي
  • ستاسو ماشومان قانوني اقامه نلري
  • ستاسو ماشومان محتاج وي: تاسو د ماشومانو د پاملرنې لپاره کومک ته اړتیا لرئ

چیرته باید لاړ شئ؟

تاسو د خپل استوګنځي CPAS/OCMW ته درخواست ورکوئ. CPAS/OCMW ګوري چې آیا تاسو په شرایطو پوره یاستئ که نه او ستاسو درخواست فیدازیلته استوي. دا پروسیجر 2 میاشتې دوام کولی شي.

فیدازیل به تاسو ته د مهاجرت د دفتر (DVZ/OE) د استوګنې په یو مرکز کې د اوسېدو ځای درکړي. ستاسو د خوراک او استوګنځي پیسې د بلجیم دولت ورکوي. یو ټولنیز کارمند به درسره ستاسو د راتلونکي او ستاسو د ماشومانو د راتلونکي په اړه پرېکړه کولو کې مرسته وکړي.

د استوګنې دغه ځای ته د تګ یا نه تګ پرېکړه تاسو خپله کوئ.

د یو باثباته راتلونکي په لور

د استوګنې په مرکز کې به تاسو وخت او ارام ومومئ تر څو د خپل راتلونکي په اړه فکر وکړئ. تاسو لپاره درې لارې دي:

  • ته دا خبره غوره کولی شې چې خپل وطن ته بېرته لاړ شې.
  • باید دې لپاره اقدامات وکړې چې بلجیم کې قانوني ژوند وکړې.
  • بل یو داسې هیواد چې ته پکې په قانوني توګه اوسېدلی شې ته د تللو سفر ته ادامه ورکړې.

په دې اړه احتیاط سره فکر وکړئ چې تاسو او ستاسو د باثباته راتلونکي لپاره تر ټولو بهترینه لاره څه ده. دې باره کې خپل ټولنیز کارمند یا وکیل سره خبرې وکړئ. هغوی مشوره درکولی شي.