د هویت اسناد او نړیوال حفاظت

تاسو خپل اسناد بېرته څنګه غواړئ؟

CGRA-CGVS.classement@ibz.fgov.be ته په هالنډۍ، فرانسوۍ، آلمانۍ یا انګلیسي ژبه کې یو درخواست واستوئ.

ایا درخواست دې عاجل دی؟ پکې ووایه چې عاجل دی.

په خپل ایمیل کې باید څه ولیکې؟

لطفاً ددې دلیلونه پکې ووایه چې ولې خپل د هویت اسناد بېرته غواړې. لطفاً ضروري ملاتړي اسناد هم پکې شامل کړه.

آیا ته منظور شوی مهاجر یې؟ ستاسو نړیوال پاسپورټ بېرته ترلاسه کول یوازې هغه وخت امکان لري چې تاسو سره یو اعتباري دلیل وي. که CGVS/CGRA ستاسو دلیل کافي ونه ګڼي، نو CGVS/CGRA ستاسو د مهاجر حیثیت بېرته اخیستلی شي. د هویت د ثبوت نه غیر اصلي اسناد به په غوښتنې سره بېرته درکول کېږي.

تاسو اسناد کله راخیستلی شئ؟

تاسو ته به په ایمیل یوه بلنه درولېږل شي چې د هویت اسنادو پسې مو لاړ شئ او راوایې خلئ. دا ښايي ډېرې ورځې وخت ونیسي. په بلنه کې به لیکل شوي وي چې تاسو چیرته او کله ځان حاضرولی شئ.

څوک اسناد راخیستلی شي؟

لازمه ده چې خپل اسناد شخصاً په خپله راواخلئ او د ترلاسه کولو یو رسید امضاء  کړئ. خو تاسو د خپلو زیرسن ماشومانو اسناد راخیستلی شئ.

آیا په خپله نشې راتللی؟ نو کولی شې چې بل څوک واستوې. دغه نفر باید د واک خط ولري. دا یو لیکلی سند دی په کوم کې چې تاسو دغه تن ته اجازه ورکوئ چې ستاسو اسناد راواخلي. په دغه سند کې دا هم لیکل لازمي ده چې ته خپله د اسنادو اخیستلو لپاره ولې نشې حاضرېدلی.

آیا ته یو ځانته ماشوم یې؟ ته او ستا سرپرست  کولی شئ چې اسناد دې راواخلئ یا یې ستا سرپرست ځانته هم راخیستلی شي.