د گال ناروغي یا سکابیس

کله چې تاسو د ډېرو خلکو سره په یوه ودانۍ کې ژوند کوئ، امکان شتون لري چې تاسو ساري ناروغي ولرئ، لکه د خارش (سکابیس) په څیر..‎ ‎

سکابیس؟
د پوستکي یو ساري ناروغي ده چې د کوچنیو حشراتو څخه مینځ ته راځي‎. د خارښ (سکابیس) حشرات ډېر کوچني دي، دا په لوڅو سترګو نه لیدل کیږي.‎ ‎ 

خارښ، د ګال یا سکابیس نښي

نښي؟
ټر ټولو مهمې نښې یې ښارخ دی، چې د حشراتو لمس کولو څخه وروسته د ۲ نه تر ۶ اونیو پوري پرمختګ کوي. ښارخ د شپې لخوا زورونکی دی یا چې کله تاسو ګرم شئ.‎ ‎

تاسو څنګه په دې ناروغۍ اخته کیږئ؟ 
هغه وخت چې تاسو د یو داسي چاسره چې ګال ېا سکابیس ناروغې ولري فزیکې نږدي اړیکه ټینګه کړئ اخته کیدلی شئ. په دې کې ښايي د یو شخص د بدن فزیکې ساتنه شامله ده، جنسي اړیکه یا د یو بل سره کټ او کالي شریکول.‎ ‎

داغي داغونه چیرته واقع کیږي؟ 
دغه د سکابیسداغونه د ګوتو په مینځ کې، د مړوند په دننه خوا کې، د څنګل په باندینۍ خوا کې، بغلونو کې، په کوناټوکې، او ورنونو کې د خیټې په لاندینۍ برخه کې، ښپو او د تناسولي الې په شاوخوا کې ځای غوره کوي.‎ ‎

داغي سکابیس

څنګه تاسو د سکابیۍ داغونو درملنه کوئ؟
دا داغونه په طبعي ډول له مینځ نه ځي، خو تاسو د دې درملنه کولی شئ.‎ ‎

 

  • په درملنه کې د داغونو په وړاندي کریم په ټول بدن وهل او د حفظ الصحې تدبیرونه شامل دي. دغه کریم یوازي د ډاکټرانو په نخسې سره پیدا کیږي.‎ ‎
  •   په معمول ډول یوازي ‎1 ځل درملنه کاپي ده. په شدیدو پیښو کې له یوې اونۍ وروسته درملنه تکراریږي یا که چیرته د درملنې په لومړي ځل سم ترسره کیدو کې شک شتون ولري.‎ ‎

ایا دا اړینه ده چې د هغه ټولو خلکو درملنه وشي چې په یو کور کې یا په ورته وخت کې په یوه خونه کې ژوند کوي او د د حفظ الصحې تدبیرونه تعقیب کړي، حتی که دوی چیرته نښي هم ونه لري.‎ ‎

 

د حفظ الصحې تدبیرونو تعقیب کړئ  
د حفظ الصحې تدبیرونه مخکې له دې چې تاسو کریم استفاده کړئ تعقیب کړئ‎:‎

 

  • د تودوخي په ۶۰ درجه یا د دې څخه ګرم درملنې د ترلاسه کولو وړاندي هغه ټولې روجایاني او کالي چې دري ورځي وړاندي مو کارولي وي پاک ومینځئ.‎ ‎
  • هغه کالي لکه ټوکر، د لوبو سامان، او بوټونه باید په یو پلستیک کې کلک وتړل شي او خوندي شي. د دري ورځو لپاره کڅوړه مه خلاصوئ او د خونې په حرارت کې یې وساتۍ.‎ .‎
  • تاسو همدا راز کولی شئ چې کالي او بوټونه د ۱۲ ساعتونو لپاره د تودوخي د ۲۰ درجې حرارت سره په یخ چال کې وساتۍ.‎ ‎


د خپلو ګتو نوکونه لنډ واخلۍ او د نوکونو لاندي برخې پاکې کړئ.‎ ‎

  • سره زر او ساعت لري کړئ.‎ ‎
  •   کریم د سر نه ترښپو پوري په ټول بدن ووهئ. په یاد ولرئ چې د نکانو لاندي برخې په شمول د ګوتو ترمینځ پوستکي او د ښپو ګوتې په کریمو سره غوړې کړئ.‎ ‎
  • د هغه ماشومانو په مخ او سر چې عمر یې د ۲ میاشتو نه تر ۲ کالو پوري وي کریم ووهئ (د سترګو او خولې نږدي ساحو څخه که داغونه ونه لري د کریمو د وهلو څخه ډډه وکړئ).‎ ‎
  • یو بل چاته اجازه ورکړئ چې ستاسو د بدن په شاه کریم ووهي. کریم د ۱۲ ساعتونو لپاره په بدن پریږدئ‎.‎
  • کله مو چې په ماشومانو کریم ووهل، جرابې او دستکشي د دې لپاره چې کریم خولي ته داخل نشي واچوئ.‎ ‎
  • د هرځل لاسونو پریمنځلو وروسته کریم ووهئ.‎ ‎
  • د هرځل تشناب ته د تلو وروسته کریم د تناسولي الې او د کوناټو د پوستکې په ګونځو ساهو ووهئ.‎ ‎
  • که تاسو چیرته د یو چاسره د کریم په وهلو کې مرسته کوئ، نو جامې په بکس کې کیږدئ یا د کټ روجایانې بدلې کړئ، لوڅې جامې چې اوږدې لمنې ولري او دستکشي واچوئ.‎ ‎


د کریمو وهلو وروسته

  • کالي او جامې پاکې کړئ او روجایانې بدلې کړئ.‎ ‎
  • د ۱۲ ساعتونو ځان پریمنځئ او د بیا ځل لپاره پاکې جامې واچوئ.‎ ‎ 
  • که تاسو چیرته د شپي لخوا درملنه پیل کوئ، نو دسهار مهال د کټ روجایاني مو بدلې کړئ.‎ ‎

تاسو د خارښ په وړاندي څه کولی شئ؟
د کریمو سره درملنې وروسته په لومړئ اونۍ کې، خارښ کولی شي چې د کوچنیو حشرو په وړاندي د حساسیت عکس العمل ښودلو سره ستونزمن شي. ښارخ کولی شي چې تر ۴ اونیو پوري دوام وکړي.‎ ‎

یو لندبل (moisturizing) کریم یا د ښارخ ضد کریم کولی شي چې خارښ ارام کړي. که ښارخ دوام وکړ، داغونه بدتر شوو یا نوي داغونه ښکاره شوو، نو دا ډېره غوره ده چې د خپل ډاکټر سره مشوره وشي. ستاسو ډاکټر ښای د درملو د بیا پیل کولو پریکړه وکړي