د انساني ترافیکو یا قاچاق د قربانیانو حفاظت

ایا تاسو د  انساني ترافیکیا انساني قاچاق قرباني یاست؟ ایا کوم کارفرما تانه غلطه استفاده کړې، اجبار درباندې شوی چې سوالګري وکړې، د فحاشې په صفت کار وکړې یا جرم ترسره کړې؟ نو بیا د ځینو شرایطو لاندې په بلجیم کې حفاظت ترلاسه کولی شې.

په کوم حال کې ته د انساني قاچاق قرباني ګڼل کېږې؟

که ته په بلجیم کې پاتې کېږې، د بلجیم تابعیت نلرې او د لاندې اوضاعو څخه یو کې یې:

  • د کوم وضعیت چې درسره وعده شوې وه د هغې نه مختلف وضعیت که ګېر شوی یې.
  • په زور داسې کارونو کولو باندې مجبور کړی شوی یې چې ته یې کول نه غواړې.
  • د کوم څه چې درسره وعده شوې وه معاوضه دې د هغې نه ډېره کمه ده. کوم کار چې کوې د هغې پیسې نه وي درکړل شوې یا کمې درکړل شوی وي.
  • هغه خلک چې ته یې دلته راوستلی یې تا مجبوروي چې کار وکړې، چې د سفر پیسې دې خلاصې کړې.
  • ته یا ستا فامیل تهدید شوي یئ، او/یا د تاوتریخوالي قرباني یې.
  • اسناد دې درنه اخیستل شوي وي یا نه درکول کېږي.
  • بندي کړی شوی یې. د بهر دنیا نه په انزوا کې ژوند کوې.
  • ته بلجیم ته د یو داسې اوږد سفر نه وروسته رسېدلی یې چې د هغې لپاره دې ډېرې زیاتې پیسې ورکړې وي، ته د تاوتریخوالي قرباني وې یا دې ژوند په خطر کې و.

د انساني قاچاق د قربانیانو لپاره کوم حفاظت دی؟

د انساني قاچاق د قرباني په صفت ته په لاندې شرط د اوسېدو قبوليترلاسه کولی شې:

  • چې ته ددې جرمونو په تفتیش کې همکاري وکړې.
  • ته ددې جرمونو د ترسره کوونکو سره نور تماس نلرې
  • ته موافقه وکړې چې بلجیم کې د لاندې درې متخصصو هرکلي د مرکزونو لخوا درسره مرسته وشي:
    • برسلز کې: PAG-ASA
    • انټورپن کې: PAYOKE
    • لیګه کې: SÜRYA

 د هرکلي مرکزونو کې مرسته

دا درې د هرکلي مرکزونه قربانیانو سره په لاندې کارونو کې مرسته کوي:

  • خوندي سرپناه
  • صحي او رواني مرسته
  • قانوني کومک

د هرکلي مرکزونو ته 24/7 لاسرسی کېدلی شي. معلوماتو لپاره ستا په درخواست به په رازدارانه توګه کار کېږي.

ایا ته عاجل کومک ته ضرورت لرې، یا په خطر کې یې؟ نو عاجل لمبر 101 یا 112 ته زنګ ووهه.