دوکانونه کله خلاص وي؟

په بلجیم کې زیاتره دوکانونه د سهار د 10 بجو نه د ماښام تر 6 بجو پورې، د دوشنبې نه تر شنبې پورې خلاص وي. د یکشنبې په ورځ دوکانونه بند وي.

د کاري ساعتونو معلومول

د خوراکي موادو مغازې

هغه دوکانونه چیرته چې خوراکي مواد اخیستلی شې او سوپر مارکیټونه (الډی، لیډل، Colruyt، دیلهیز، کارفور، سپار) عموماً د سهار په 8.30 بجې خلاصېږي او د ماښام په 6 بجې بندېږي. د یکشنبې په ورځ تقریباً ټول دوکانونه بند وي.

خوراکي مواد او نور ضروري شیان ته د محلي بازار نه هم اخیستلی شې. زیاتره ښاروالۍ د هفتې په یوه خاص ورځ یو بازار تنظیموي. د بازار ورځ په هره ښاروالۍ او هر ښار کې فرق کوي.

د کالیو دوکانونه

د کالیو اکثره دوکانونه د سهار د 10 نه د ماښام تر 6 بجو، د دوشنبې نه تر شنبې پورې خلاص وي. د یکشنبې په ورځ دوکانونه بند وي.

د شپې دوکانونه

په ښارونو، غټو کلیو یا د مصروفو سرکونو په غاړه داسې دوکانونه شته چې هغه فقط د شپې خلاص وي. د شپې دوکانونه الکولي مشروبات، سګریټ، خواړه او ځینې د کور د ضرورت شیان خرڅوي.

د شپې په دوکانونو کې خرڅېدونکي تولیدات اکثر وختونه د ورځې د دوکانونو څخه زیات ګران وي.

دواخانې

دوا درمل یوازې د دواخانو نه اخیستلی شې. دواخانې عموماً د سهار د 10 بجو نه د ماښام د 7 بجو پورې، او د شنبې په سهار د 10 بجو نه نیولې تر 12 بجو غرمې پورې خلاص وي. دواخانې د شنبې په ماسپښین او د یکشنبې په ورځ بندې وي.

که ته په عاجله توګه دوا ته اړتیا لرې او د ډاکټر اجازه لرې نو یوې تیارسۍ دواخانې ته تللی شې. 

دا په هره منطقه کې یوه داسې دواخانه وي چې د شپې او د یکشنبې په ورځ خلاصه وي. ډاکټر نه پوښتنه وکړه چې کومه دواخانه خلاصه ده.